۱۳ زره بې‌ځایه شوې زابلي کورنۍ مرسته غواړي

د زابل بې ځایه شوې کورنۍ وايي، وزګارتیا، د خوراکي او غیرخوراکي توکیو لوړي بيې او د دولت نه پام د دوی ژوند ور تریخ کړی‌دی.

دا کورنۍ ـ چي د ناامنیو او وچکالیو په سبب له بېلابېلو ولسوالیو مرکز کلات او نږدې ولسوالیو ته کډه شوي ـ په ساړه ژمي کې د مرستو غوښتنه کوي.

د زابل د طبیعي پېښو پرضد ریاست د معلوماتو له‌مخې، په‌دې ولایت کې د ناامنیو او وچکالۍ له امله شاوخوا ۱۳ زره کورنۍ مرکز کلات او نږدې ولسوالیو ته کډه شوې‌دي.

له دایچوپان او شملزو ولسوالیو بې‌ځایه شوي چې د زابل ولایت د طبیعي پيښو پرضد مبارزې ریاست مخې ته راټول شوي سلام وطندار ته وویل، پر کورنۍ او ماشومانو يې هره شپه لکه کال اوږده تېرېږي.

د زابل ولایت د طبیعي پېښو پرضد مبارزې رييس سمیع‌الله شهامت د بې‌ځایه شویو کډوالو ستونزې مني؛ خو وايي چې تل یې د اړمنو غږ اورېدلی او د اړتیا پر وخت يې له کره سروې وروسته هري کورنۍ ته مرستي رسولې دي.

ښاغلی شهامت وايي، مستحقې کورنۍ له مرستو نه پاتې کېږي او د دوی مرستی ورسره روانې دي.

د ده په وینا، بې له خاک‌افغان ولسوالۍ د ټولو ولسوالیو له بې‌ځایه شویو کډوالو سره د کرني ریاست په همکارۍ مرسته شوې‌ده.

د زابل ولایتي شورا رییس عطاجان حقبیان هم له بې‌ځایه شویو او وچکالۍ ځپلو سره د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست مرستي مني؛ خو وايي چې دا مرستې بسنه نه‌کوي.

ښاغلی حقبیان زیاتوي، دا مهال د زابل له ولسوالیو د ناامنیو او وچکالۍ په سبب بې‌ځایه شوې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي او باید دولت او د خیر ـ ښېګڼې موسېسې ډېره مرسته ورسره وکړي چي په دغه ساړه ژمي کې د ستر بشري ناورین مخنیوی وشي.

زابل د کابل – کندهار پر لویه لار پروت ولایت دی چې په تېرو ځېنو ولسوالیو کې يې د وچکالۍ ترڅنګ طالبان فعال دي او یوه ولسوالۍ (خاک افغان) خو له ۱۸ کالو راهیسې طالبانو قبضه کړې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام