
په وروستیو دوو ورځو کې د کابل ښار په بازارونو کې د یو کیلو رومي بانجانو بیه له شپږو تر اووه برابره لوړه شوېده.
د بېلګې په توګه یوه اوونۍ مخکې د کابل په بازارونو کې یو کیلو روميبانجان له ۲۵ تر ۳۰ افغانیو پلورل کېدل؛ خو نن د کابل ښار په بازارنو کې یو کیلو رومیان تر ۱۵۰ او له دې هم لوړ وو.
کتونکي د روميبانجانو بیې لوړوالی لامل پهدې وروستیو کې د غزني په مقر کې د کابل – کندهار لویې لارې بندښت بولي دي.
د غزني ولایت لسګونه اوسېدونکي ولایت ته د مقر ولسوالۍ لوړېدل غواړي او وایي ترڅو چې د دوی غوښتنه ونه منل شي؛ دا لار به بنده وساتي.
د لارې همدغه بندښت په کابل ښار کې د ېینو نورو توکیو ترڅنګ د روميبانجانو بیې په بېسارې توګه لوړې کړېدي.
ورته مطالب:
کابل کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي
«د ثواب په میاشت کې» د خوراکي توکیو بیې له لوړې شوي
سږ ژمی به د نفتي توکو او اوبلن ګازو بیې ثابتې پاتې شي
په کابل ښار کې د سبزیو درې کاروباریان محمد فاضل، شریف عوضي او روحالله وايي، یو کیلو روميبانجان ۱۵۰ افغانۍ پلورو پهداسې حال کې چې پخوا چارک په ۵۰ او ۶۰ افغانۍ وو.
د دوی په وینا، د لارو بندېښت د هر توکي په لوړېدلو اغېز لري.
رومي بانجان د خپل مهم خوراکي ارزښت لهمخې نه یوازې د افغانانو بلکې په ټوله نړۍ کې د انسانانو په ورځنیو خوړو کې په اومه، پاخه، اچار او کنسروا بڼه کارېږي.
د کرنې متخصص محمدرسول صبور وايي، رومي بانجان پر بډای ویټامیني سرچینې سربېره د انسان پوټکي، وینې ناروغیو درملنې په خواکې د انسان وزن کمولو کې هم مرسته کوي.
د کرنې متخصص محمد رسول صبور د روميبانجانو کمښت او اوسني حالت مخنیوي له پاره اړوند دولتي چارواکیو ته د سړو خونو جوړلو وړاندیز کوي.





