
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د درملنې د مرکزونو کموالي، د سترګو د روغتیا او د درملنې د څرګنوالي په اړه د خلکو کم پوهاوی د دې لامل شوی، چې په هېواد کې د ړندو کسانو شمېر ۴۰۰ زره کسانو ته ورسېږي.
د اکټوبر ۱۵ د سپینې امسا نړیواله ورځ ده. افغانان په سلو کې نږدې له ۱،۵ نه تر ۲ پورې د جګړو، بې وزلۍ او د ناروغیو په اړه د ناسم پوهاوي له امله ړانده دي او یا هم له مور څخه ړانده زېږدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت د ټولنې د روغتیا امره رویا حسین زاده سلام وطندار ته وویل، چې په ټول هېواد کې نږدې ۴۰۰ زره کسان ړانده او د سترګو نور نه لری.
د میرمن حسین زاده پر وینا، ۵۰ سلنه کسان د«کاتاراکت» یا د سترګو پردې د زیانمېدلو له امله څه نه ویني، چې درملنه یې په ۱۰ ـ ۱۵ دقیقو کې په ډېر کم لګښت سره کېږي.

ګلوکوم یا تورې اوبه، د سترګو کوږوالی او د قرینې ضعیفوالی هم هغه لاملونه دي، چې د ړندېدو سبب کېږي.
په کابل کې د نور روغتون سرطبیب ډاکتر اسدالله عصمت وایي، چې دوی ته هره ورځ له ۴۵۰ تر ۵۰۰ کسانو پورې د سترګو ناروغان ورځي، چې له ډلې یې ۴ یا ۵ کسان له عملیاتو وروسته د سترګو دید پیدا کوي او عادي حالت ته ورګرځي.
ډاکټر عصمت زیاتوي، چې سترګه یوه زیان لیدونکې دستګاه ده او زیاتره ناروغان د وړو پېښو له امله د سترګو دید له لاسه ورکوي، چې په څو وړو عملیاتو بېرته جوړېدلی شي.
که څه هم په افغانستان کې د سترګو د درملنې او د لیدو د سنجش مرکزونه کم دي؛ خو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په ټول هېواد کې د سترګو د درملنې ګرځنده ټیمونه فعال دي او د دې ګروپونو زیاتره تمرکز هم د سترګو «دکاتاراکت» او «مروارید» اوبو درملنه ده.





