
عامې روغتیا وزارت د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکیو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په همکاري «د اوسېدو ځای نه لرونکیو معتادانو راټولولو» په نوم د کمپاین پر مهال پر نشهيي توکیو شاوخوا ۱۲۰۰ روږدي کسان راټول کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت د نشهيي توکیو د غوښتنې کمېدو برخې رییس شاهپور یوسف وايي، پر نشهيي توکیو د روږدیو کسانو د راټولولو کمپاین یې په ټول هېواد کې پیل کړی دی.
په همدې حال کې د کابل د امنیې قومانداني د نشهيي توکیو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمدارشاد نوري وايي، په روان کال کې یې د نشهيي توکیو نږدې ۱۰ قاچاقیان نیولي دي.

پر نشهيي توکیو د روږدیو کسانو د راټولو کمپاین له څو ورځو راهیسې په کابل، بلخ، هرات، ننګرهار، کندهار، غزني، بامیان، نیمروز، فراه او یوشمېر هغو نورو ولایتونو کې پیل شوی چې پر نشهيي توکیو روږدي کسان یې پر سړکونو پراته دي او د هوا تر سوړوالي به دوام وکړي.
افغانستان اوس پر نشهيي توکیو دوهنیم میلیونه روږدي کسان لري.
اړوند مطالب:
په یوه کال کې د نشهيي توکیو د قاچاق په تور ۳۷ ښځې نیول شوي
«د نیمروز سرحدي ځواکونه د نشهيي توکيو د قاچاق مخنيوي کې پاتې راغلي»





