متقاعد پولیس: ۶میاشتې کېږي خپله تقاعدي مو نه‌ده اخېستې

نن د کورنیو چارو وزارت اړوند لسګونه متقاعدشوي افسران د کابل په حضوري چمن کې راټول شوي‌‌وو او ویل یې چې له یوې‌خوا تر وخت مخکې تقاعد شوي او له بلې‌خوا د تقاعد حق نه‌ورکول کېږي.

د معترضانو له ډلې متقاعد سمنوال شکرالله امان‌زوی او متقاعد سمنوال جنت‌میرځاځي وویل چې له ۶ میاشتو راهیسې د تقاعد حقوق نه‌دي ورکړل شوي.

د دوی په وینا، د اړوند ادارو مسوولان یې ورته انې ـ بهانې کوي او نن به سبا یې غولوي.

دغو متقاعدشویو پولیس افسرانو ګواښ وکړ، که حکومت د روانې میاشتې تر ۱۵نېټې تقاعدي پیسې ورنه‌کړي؛ سوله‌ییزو لاریونونه به وکړي او د اړوندو ادارو دروازې به وتړي.

هاخوا د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تقاعد خزینې لوی رییس خلیل‌الرحمن غزنوي سلام وطندار ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د دغو افسرانو د تقاعد حقوق د روان کال په بودیجه کې نه‌وې شاملې؛ خو اوس دوی وړاندیز کړی چې د احتیاط له کوډه او یا هم په بودیجه کې له نه لګېدلو پیسو دغه حقوق ورکړل شي.

ده وویل چې ډېر ژر له اړوندو ادارو سره له همغږۍ وروسته دا ستونزه حل کړي.

د دولتي مامورانو د تقاعد حقوقو ترلاسه کولو په اړه تل ستونزې وي؛ خو اوس د تقاعد خزینې مسوول وایي، هڅه کوي چې د ټولو متقاعدینو له‌پاره یو ګډ صندوق جوړ او له‌دې لارې ستونزه حل کړي.

دی ډاډ ورکوي چې دغه صندوق به ډېر ژر جوړ او د متقاعدینو ستونزه به حل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام