د واورو ورېدل؛ د ولسوالیو او د غور ـ کابل لاره بنده شوې

د غورـ کابل لویه لار ځېنې مسافران او د غور د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د تېرې شپې واورې ورېدو له امله د دې لویې لارې په ګډون، د غور مرکز سره د څو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل بندې‌دي.

د دوی په وینا، له ګڼو ستونزو سره مخ دي او که دولت د دغو لارو پرانیستلو ته پام ونه‌کړي؛ ناروغان به یې ژوند له لاسه ورکړي.

د غور د ټولګټو ریاست سرپرست عبدالغفور حقیار هم وايي، د تېرې شپې واورې ورېدلو د کابل ـ غور لویه لار او د ۸ ولسوالیو لارې تړلي.

ښاغلی حقیار د غور له اوسېدونکیو او موټرچلوونکیو غواړي چې د هوا تر ښه کېدو پورې سفر ونه‌کړي.

ده په ورته وخت کې ډاډ ورکړ چې د لارو د پرانیستلو په پار د دوی قراردادي ډلو کار پیل کړی او د ټولګټو ریاست ډله هم د لعل او کرما او بندباین ته تللې او ډېر ژر به لارې خلاصې شي.

غور د هېواد لویدیځ کې له غرنیزو ولایتونو دی چې ژمي کې د واورې او باران ورېدلو له امله یې لارې تړل کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام