
ولسمشر غني بلخ ولایت کې پر یوې نجلۍ د ډلهییز جنسي تېري قضیې ته د رسېدو په تړاو سملاسي د جدي څېړلو لپاره حکم صادر کړی دی.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د يادې پېښې په اړه د هېواد لویې څارنوالۍ او د ملي امنیت ادارو ته د قضیې د بیا ارزولو دستور ورکړی.
خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررييس د یادې قضیې په اړه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره د هېواد لویه څارنوالي او ملي امنیت موظف کړل چې سملاسي په دې برخه کې اقدامات وکړي.
ارګ وايي، اوس مهال یاده نجلۍ د ملي امنیت «امان الله خان» روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
يادې نجلۍ ويلي چې تېر کال يې له خپل کور کابل نه په چل او فرېب بلخ ته يوړه او هلته ورباندې يوه سړي له خپلو زامنو او زوم سره يو ځای چې ۷ کسان کېږي، جنسي تېری کړی دی.
د جنسي تېري قرباني نجلۍ اوس فلج ده او له حکومته عدالت غواړي. هغه وايي، که حکومت يې عاملانو ته سزا ور نه کړي، ځان ته به اور واچوي.





