
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۳ ولايتونو کې د کورونا ويروس ۵۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې تر ټولو ډېرې يې ۳۱۶ کابل کې ثبت شوې او ورپسې بيا هرات کې ۴۷ پېښې دي.
د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز وايي، له ياد شمېر سره په ټول هېواد کې د کورونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۲۱۶ ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ويروس له کبله ۱۲ کسان مړه شوي او ۵۸ نور بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په ټول هېواد کې د مړو شويو شمېر ۲۰۵ او د روغو شويو کسانو شمېر ۹۹۳ ته ورسېد.
روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې خلک د روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي که نه نو روغتونونه او روغتیاپالان به یې په درملنه کې پاتې راشي.





