
د غور مرکز فیروزکوه ښار کې د شاوخوا ۲۰ ښوونځیو ښوونکیو نن سهار د خپلو کمو حقونو له امله کاري اعتصاب کړیدی.
د غور دوه ښوونکي میراحمد ابراهیمي او پنچګل نوري وايي، مرکزي حکومت تل ورسره د معاشونو زیاتولو ژمنه کړې؛ خو هېڅکله هم عملي شوې نهده.
د دوی په وینا، تر هغو خپل اعتصاب ته دوام ورکوي چې حکومت د ښوونکیو غوښتنو ته مثبت ځواب نهوي ویلی.
هاخوا د غور والي ویاند عبدالحی حبیبي د دې ولایت د ښوونکیو کاري اعتصاب پر ځای بولي او وايي، ځېنې ښوونکي چې کوم حقونه ترلاسه کوي، په ډېرې سختۍ سره خپل ژوند پرې تېروي.
د غور د پوهنې رییس او تدریسي امر فضلالحق نجات وايي، هغوی به د دې ولایت د ښوونکیو غوښتنې له مرکزي چارواکیو سره شریکې کړي.
ښاغلی د ښوونځیو له ټولو ښوونکیو غواړي چې د خپلو غوښتنو تر پوره کېدلو پورې تدریس ته دوام ورکړي چې د زدهکړې بهیر ټکنی نهشي.
دی هیلهمن دی چې ستونزه به د پوهنې وزارت له لارې تر ارګ او مالیې وزارته ورسوي.
د غور د ښوونځیو ښوونکي پهداسې حال کې کاري اعتصاب کوي چې څه موده مخکې هرات کې هم د یو شمېر ښوونځیو ښوونکیو یوې غونډې کې د خپلو معاشونو زیاتولو غوښتنه او کاري اعتصاب کړیو.
ورته مطالب:





