خوستوال: د نوم‌لیکنې مرکزونه باید له ټولګټو ځایونو بهر شي

د خوست ښار په یو جومات کې له چاوندې چې د رایه‌ورکوونکیو نوم‌‌لیکنې مرکز په کې و او د ناامنیو ځېنو نورو پېښو وروسته خلک وېرېدلي او غواړي د نوملیکنې مرکزونه له جوماتونو، ښوونځیو او روغتونونو بهر جوړشي.

د یعقوبیو په نوم د خوست ښار ستر جومات کې د رایه‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې پر مرکز د تېرې یک‌شنبې ورځې له خونړۍ چاودنې وروسته خلک سخت وېرېدلي دي.

د ریپوټونو پربنسټ په هغې چاودنې ۱۷ کسان وژل شوي وو او ۳۴ تنه نور ټپیان شوي وو.

عام خوستوال او مدني فعالان وايي، د نوم‌لیکنې مرکزونه دې له ټولګټو ځایونو بهر شي او داسې سیمو ته دې ولېږدول شي چې د عامو خلکو ډېره مخه هلته نه وي.

په خوست کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي مشر عبدالرحمان محبت هم سلاموطندار سره خبرو کې ومنله چې په جوماتونو او ښوونځيو کې د نوم‌لیکنې مرکزونو امنیت خوندي نه دی.

د خوست په یعقوبیو جومات کې د نوم‌لیکنې په مرکز چاودنه کې ۱۷ تنه ووژل شو

هغه وايي، د ولسمشر د حکم پراساس جوماتونه او ښوونځي ځکه د رایه‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې له‌پاره غوره شوي چې دغه بهیر کې د درغلیو مخه ونیول شي.

ښاغلی عبدالرحمان محبت زیاتوي، د بودیجې نه‌شتوالي او د وخت محدودیت له امله بله چاره نه لري. 

په دې اړه مو وغوښتل د خوست امنیې قوماندانۍ نظر هم را واخلو، خو له خبرو یې ډډه وکړه.

ریپوټونه وايي، دې وروستیو کې د خوست ځینو سیمو کې د ناامینو له امله د نوم‌لیکنې بهیر پیکه شوی او خوستوال اندېښمن دي که دغه بهیر ته جدي پام ونه شي؛ په راتلونکیو ټاکنو کې به لږ شمېر خوستوال ګډون وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام