
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۸ کسان نور هم په کورونا ویروس اخته شوي او په دې سره ټول هېواد کې د کورونا نیولو کسانو شمېر ۷۰۷۲ ته پورته شو.
پر کورونا ویروس تازه اخته شوي کسان ډېر په کابل او هرات کې دي، په کابل کې ۱۶۲ او هرات کې ۹۵ تازه نوي پرې اخته شوي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳ کسان د کورونا ویروس له کبله مړه شوي او ۲۳ نور روغ شوي دي.
روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې خلک د روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي که نه نو روغتونونه او روغتیاپالان به یې په درملنه کې پاتې راشي.





