هېواد کې د کورونا ویروس ۱۳۳ تازه پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه وزارت په لابراتوارونو کې ۴۲۳ شکمنې پېښې کتل شوي چې ۱۳۳ یې مثبتې وې او په دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۶۳ ته ورسېده.

د دغو ۱۳۳ تازه پېښو له ډلې ۲۵ یې په هرات، ۲۱ په بلخ، ۲۰ په کندهار، ۱۶ په کابل، ۱۶ په پکتیا، ۷ په نیمروز، ۶ په سمنګان، ۳-۳ په زابل، کاپیسا، لوګر او تخار، ۲ ـ ۲ په غور، بامیان او روزګان او یوه ـ یوه پېښه هم په بغلان، میدان وردګ، هلمند او پروان ولایتونو کې ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په چټکۍ سره د کورونا ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنه ښيي او له هېوادوالو غواړي چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې جدي وګڼي.

په افغانستان کې د کورونا ویروس له کبله تر اوسه ۴۷ کسان مړه شوي او ۱۸۸ نور بېرته رغېدلي دي.

کورونا ویروس په ټوله نړۍ کې تر ۱۹۷ زرو زیات کسان مړه کړي او شاوخوا ۲ میلیونه او ۸۳۱ زره نور پرې اخته شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام