
نن د جنبش ملي ګوند زرګونو پلویانو ۱۳مه ورځ ده چې د اعتراض په توګه واټونو ته راوځي او د شعارونو په ورکولو سره هېواد ته د جنرال دوستم بېرته راستنېدلو او د نظامالدین قیصاري راخوشې کولو غوښتنه کوي.
اعتراضکوونکي وايي، تر هغو چې یې غوښتنې نه وي منل شوي؛ اعتراضونو ته به دوام ورکړي. دوی خبرداری ورکوي چې په دویم اقدام کې به د سالنګ لویه لار وتړي، کابل ته د راغلې برېښنا مزی به غوڅ کړي او پهدې ولایتونو کې به نړۍوال او د بشر حقونو دفترونه وتړي.
د جوزجان والي مولوی لطفالله عزیزي د اعتراضکوونکیو د پرلت په خېمه کې اعتراضکوونکیو ته وویل چې هېواد ته د جنرال دوستم بېرته راستنېدو او د قیصاري راخوشې کولو په اړه خبرې اترې پیل شوېدي.

دا پهداسې حال کې ده چې په تخار کې د اعتراضکوونکیو له لوري د اکثرو حکومتي دروازو تړلو د دې ادارو د ډېرو کارکوونکیو او او تخارمېشتو وګړیو اندېښنې راپارولې دي.
د تخار د والي ویاند سنت تیموري هم تاییدوي چې په تخار کې د اعتراضونو د دوام په پار د ځېنو حکومتي ادارو دروازې تشړل شوېدي؛ خو هغه ادارې چې د تالقان ښار پروژې په سیمه کې دي؛ په کار لګیا دي.
که څه هم تېرو ورځو کې د اعتراضونو مدیرانو ویلي وو چې دولتي ادارې بندېدلو ته نه پرېږدي؛ خو ظاهراً داسې نه ښکاري.





