د مخابراتي شرکتونو او ښارجوړونې وزارت لانجې

پنځه کال کېږي، چې د افغان بېسیم او اتصالات د مخابراتي شرکتونو انتنونه د کابل ښاریانو په ځانګړي ډول د ښارجوړونې وزارت کار کوونکیو قرباني کوي.

د ښار جوړونې وزارت یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې تراوسه د دې دوو مخابراتي شرکتونو د انتنونو د مضره شعاعوو له امله د دوو ښځو جنینونو سقط شوي، د یو تن زړه درېدلی او څلور تنه نور چې د دې انتنونو شاوخوا اوسېدل، مړه شوي دي.

هغه اسناد چې د سلام وطندار لاس ته ورغلي ښيي، چې د افغان بېسیم او اتصالات شرکتونو هغه قرارداد چې په ۱۳۸۹ کال کې د ښار جوړونې وزارت سره شوی، په ډاګه کوي، چې دې دواړو شرکتونو د ښار جوړونې وزارت بام د پنځو کلونو له پاره د (۱۳۹۴ کال د جدي تر ۱۸مې) تاریخه پورې د مخابراتی شعاعوو د خپرولو له پاره په کرا نیولی و.

مشخصه نه ده، چې د ښار جوړونې وزارت د کومو ملحوظاتو په نظر کې نیولو سره پرته له دې، چې د مخابراتي شعاعوو جسمي او رواني ستونزې په نظر کې ونیسي؛ قرارداد کړی دی؛ خو د قرارداد د وخت له پوره کېدلو وروسته، د ښار جوړونې وزارت له دواړو مخابراتي شرکتونو نه غوښتي دي، چې خپلې مخابراتي انتنونه د دې وزارت له بامونو لرې کړي، خو شرکتونو تر اوسه د دوی خبرې ته ارزښت نه دی ورکړی.

ویل کېږي، چې مخابراتي شعاعوې انسانانو ته بېلابېلې عصبي او جسمي ناروغۍ پیدا کوي، لکه د نارینه وو کمزوري، د الزایمر او پارکینسون ناروغي، د بدن د دفاعي سېستم کمزوري کول او عصبي اختلالات هغه ناروغۍ دي، چې د مخابراتي شبکو شاوخوا اوسېدونکي پرې اخته کېدلی شي.

د ښار جوړونې وزیر د ۱۳۹۴ د جدي پر لومړۍ نېټه د دې وزارت د تدارکاتو ریاست ته فرمان لېږلی، چې د «مخابراتي انتنونو ضررونو ته په کتو سره» باید له افغان بېسیم او اتصالات مخابراتي شرکتونو سره قرارداد تمدید نه شي. سره له دې، چې  د وزارت او مخابراتي شرکتونو د قراداد له ختمېدلو نه شاوخوا ۴ میاشتې تېرې شوې دي، خو لا هم د دې وزارت پر ودانۍ باندې مخابراتي انتنونه ولاړ دي.

سلام وطندار هڅه وکړه، چې په دې اړه د افغان بېسیم او اتصالات شرکتونو نظرونه راواخلي؛ خو له هڅو وروسته، دواړه شرکتونو خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د ښار جوړونې وزارت کارکوونکي خبرداری ورکوي، که چېرې دا دواړه شرکتونه خپل انتنونه د وزارت له بامونو راښکته نه کړي؛ دوی به خپله ورپورته شي او دغه انتنونه به راوغورځوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام