په بغلان کې پر یوې ۸ کلنې نجلۍ ډله‌ییز جنسي تېری شوی

هغه نجلۍ چې څو ورځې وړاندې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او سپین ږیرو له خوا په بد کې ورکول شوې وه پرې ډله ییز جنسي تېری شوی.

د بغلان د عدالت غوښتونکي شبکې یو تن مسوول ډاکټر محمد عثمان شیرزي نن (جمعه اپریل ۱) د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې څو ورځې وړاندې د دغې نجلۍ خور له کوره تښتېدلې وه او د قومي مشرانو له خوا په یوه صحرايي محکمه کې دا پریکړه وشوه، چې باید وړه خور يې د خپلې نامزد شوې خور نامزد ته په بدو کې ورکړل شي.

داسې ویل کيږي، چې په دغه صحرايي محکمه کې ځينو دیني عالمانو هم ګډون کړی و.

د ویلو ده، چې تر اوسه د بغلان د ښځو چارو ریاست او امنیتي مسوولینو دغه پېښه نه ده تایید کړې.

خو د بغلان د عامې روغتیا یو تن مسوول، چې نه يې غوښتي نوم يې واخیستل شي سلام وطندار ته د دغې پېښې پخلی کړی.

د مدني ټولنو دغه غړي د بغلان له امنیتي بنسټونو او بشري حقونو له مدافعینو په جدي ډول غوښتنه کوي، چې باید دغه قضیه په جدي توګه تعقیب کړي او عاملان  يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام