.jpg)
په پام کې ده، چې افغان ولسمشر محمداشرف غني د بریښنايي تذکرو د ویشلو په اړه راتلونکې شنبه (مارچ ۴مه) تقنيني فرمان امضا کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال د دفتر مطبوعاتي سلاکار محمد هدایت سلاموطندار ته وویل، د ملي وحدت حکومت مشران د بریښنايي تذکرو د ویشلو په ټولو قانوني او حقوقي مسایلو سره هوکړې ته رسيدلي دي.
د هدایت پر وینا، له لاسلیک وروسته به ډېر ژر د تذکرو د ویش لړۍ هم پیل شي.
.jpg)
نوموړي زیاته کړه: " ټاکل شوې وه نن امضا شي، خو باید خپل اداري لایحه پوره کړي د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې به امضا شي، د ولسمشر فرمان چمتو دی او له راتلونکې اوونۍ نه اوړي."
د هدایت پرخبره، حکومت د بریښنايي تذکرو د ویشلو لهپاره پوره چمتوالی لري.
د اجرايوي ریاست د ویاند مرستیال امید میثم هم سلاموطندار ته وویل، د حکومت مشران د بریښنايي تذکرو د ویشلو پر موضوع هوکړې ته رسيدلي دي او په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د کابینې په جلسه کې وشي.
د بریښنايي تذکرو د ویشلو موضوع د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له مهمو مواردو ګڼل کيږي، خو د ملي وحدت له حکومت دوه کاله کيږي، خو په دې تذکره کې د قوم د نوم ځای پر ځای کولو یا نهکولو پر سر اختلاف ددې سبب شو، چې دا بهیر همداسې ټکنی پاتې شي.





