د ځمکو غصب مخنیوي پر وړاندې ستره ستونزه “زورواکان” دي

د کابل ښار ۱۲ ناحیې اوسېدونکي د ځمکو له غصب شکایت کوي او وايي، د ځمکو زیاتره غاصبین د ولسي جرګې غړي، قومي مشران او حکومتي چارواکي دي.

د راپورونو پر بنسټ په پلازمېنه کابل کې د زورواکو له خوا د ځمکو غصب لړۍ روانه ده، خو د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون نن د دې شکایتونو د ارزولو په موخه غونډه جوړه کړه.

د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې اوسېدونکي له حکومته غواړي، چې ژر تر ژره دې دغه ستونزه وڅېړي.

ابراهیم د احمدشاه بابا مېنې د ګذر وکیلانو له ډلې دی.

دی وايي، چې د ولسي جرګې استازي ملاتره خېل ورور حاجي موسی یې په شخصي ځمکه څو کانتینرونه ایښي دي او غواړي، په دې سیمه کې د تېلو ټانک جوړ کړي.

د دې سیمې یو بل استوګن خلیل وویل، د احمدشاه بابا مېنې د پروژې د پرانیستې پرمهال یوه ستره سیمه د هدېرې له پاره ځانکړې شوې وه، چې وروسته بیا درې ځلې د زورواکو له لوري غصب شوه.

د کابل ښاروالۍ چارواکي بیا دغه ستونزه مني او وايي، چې د ځمکو غصب مخنیوي پر برخه کې تر ټولو ستره ستونزه داده، چې له "زورواکو" سره مخامخ دي.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون رییس قیس حسن وايي، چې کمېسیون د خلکو ټولنې ستونزې څېړلي دي او ډېر ژره به دغه ستونزې حل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام