فاریاب کې ۲ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د فاریاب والي نقیب‌الله فایق د یاد ولایت د نوي امنیې قوماندان د پېژندې په غونډې کې طالبانو ته ګواښ وکړ چې د جوزجان ـ فاریاب پر لویه لاره د امنیتي ځواکونو د اکمالاتي کاروان مخه و نه نیسي، که‌نه ورک به یې کړي.

خو د ۸ ورځو په تېرېدو دغه کاروان لا هم د فاریاب مرکز مېمنې ښار ته رسېدلی نه‌دی.

دغه کاروان په څو سیمو کې د طالبانو له برید سره مخ شوی او دغه راز یو شمېر زیاتې کورنۍ هم د جګړې له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

تازه ۲ زره کورنۍ د فاریاب په شېرین‌تګاب ولسوالي کې له خپلو کورونو وتلي او د ولسوالي په بازار کې یې اړولي دي.

د فاریاب د شېرین‌تګاب ولسوالي سیمه‌ییز چارواکي وايي، یادې کورنۍ د ولسوالي په مرکز کې په بد وضعیت کې ژوند کوي.

د شېرین‌تګاب ولسوالي سرپرست امنیه قوماندان میرحمزه شېرزاد سلام‌وطندار ته وویل چې د بې‌ځایه شویو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی، د خوړو توکي او د خوب ځای نه‌لري او د ولسوالي د بازار په پارک کې ژوند کوي.

په همدې حال کې د شېرین‌تګاب ولسوالي ولسوال سیدشرف‌الدین سلام‌وطندار ته وویل، تر اوسه له بې‌ځایه شویو سره هېڅ مرسته شوې نه‌ده او دوی ورته یوازې وچه ډوډۍ وېشلې ده.

بله‌خوا د یادې ولسوالي اوسېدونکي سیداحسان‌الله او محمدحسن وايي، د شېرین‌تګاب ولسوالي سلګونه کورنیو د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله خپل کورونه پرې ايښي او په لارو او پارکونو کې اوسېږي.

د دوی په وینا، طالبان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د خلکو له کورونو سنګرونه جوړ کړي او همدا لامل دی چې ټولو له خپلو سیمو کډې کړې دي.

د فاریاب د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو ریاست که څه هم مني چې تر اوسه له یادو بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې نه‌ده، خو وايي، سر له سبا به یې د وضعیت پر څېړلو پیل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د فاریاب اندخوی په څلورګونو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ د جګړو له امله ۴ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي او د اندخوی ولسوالي مرکز ته کډه شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام