
عامې روغتیا وزارت نن د مرستندویو بنسټونو د استازیو او د ولسي جرګې د ځېنو غړیو په ګډون کابل کې د روغتیا نړۍواله ورځ ونمانځله.
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فيروزالدین فېروز وویل، سږکال د دې وزارت ۱۰۰ میلیونه ډالره بودیجه کمه شوېده.
د ښاغلي فيروز په خبره، د نړۍوالو مرستو کمېدل او د مالي سرچینو محدودیت د روغتیايي خدمتونو رسولو په برخه کې اساسي ستونزې دي او دې چارې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا پلانونه اغېرمن کړي.
د عامې روغتیا وزیر وايي، اوسمهال وزارت د هر یو افغان وګړي لهپاره د روغتیا کلنی لګښت ۵ ډالره په پام کې نیولی دی؛ پهداسې حال کې چې په ځېنو وروسته پاتې هېوادونو کې دا کچه ۲۰ ډالره ده.
د عامې روغتیا وزیر وايي چې د دې وزارت بودیجې د زیاتېدلو لهپاره يې حکومت ته طرحې وړاندې کړي او هڅه کوي چې د بورې او تنباکو په ګډون له کورنیو مالي سرچینو د وزارت بودیجه زیاته کړي.
ښاغلي فيرزو ټینګار وکړ، کله چې حکومت پر تنباکو ګمرکي تعرفه تصویب کړه؛ هر کال به لهدې لارې روزغتیا وزارت ته ۴۰ میلیونه ډالره بویجه زیاته شي.
د روغتیا وزارت د تېرمالي کال بودیجه ۲۵۵ میلیونو ډالرو ته رسېدله؛ خو روان لمریز کال کې د نړۍوالو مرستو د کموالي پر بنسټ د دې وزارت بودیجه ۱۵۵ میلیونو ډالرو ته راکمه شوېده.





