
مزارشریف ښار هر کال د نوروز په رارسېدلو سره د زرګونو کورنیو او بهرنیو مېلمنو مېلمه وي؛ خو د نوروز سږنی جشن د تېر په شان رنګ او مستي نهلري.
په تېرو کلونو کې به له دوو اوونیو مخکې د نوروز مختلف عنعنوي جشنونه په ځانګړي ډول کنسرټونه، ورزشي سیالۍ او تفریحي پروګرامونه جوړېدل او هېوادوال به له بېلابېلو ځایونو نه د تفریح لهپاره بلخ ته تلل.
نږدې ۲ ورځې د دې جشن نمانځلو ته پاتې دي؛ خو مزارشریف ته تراوسه مېلمانه نهدي رسېدلي. د دې ښار اوسېدونکي د مېلمنو د کموالي علت په وروستیو کې د امینه قوماندان د څوکۍ پر سر راپورته شوې شخړه بولي.
د دوی په خبره، خپلوان یې هم له ولایتونو نه مېلو ته ورتلل؛ خو د امنیتي وضعیت له خرابوالي سره یې ورتګ ونهشو.
د بلخ ولایتي شورا رییس محمدافضل حدید مني چې ورستي کړکېچ د نوروز جشن ته د ځايي چارواکیو پر چمتووالي منفي اغېز کړی؛ خو وایي محلي اداره هوډمنه ده چې ضایع شوی وخت د زیات کار په پایله کې جبران کړي.
د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل خلکو ته ډاډ ورکوي چې ګډ امنیتي ځواکونه په درېیوو پړاوونو کې هڅه کوي د نوروز چشن په امن چاپېریال کې ونمانځل شي.
د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د نوروز جشن چمتووالي فرهنګي کمېټې مسوول صالحمحمد خلیق وایي، د کتاب او لاسي صنایعو نندارتون، ورزشي سیالۍ لکه فوټبال، والیبال، کرېکټ او بزکشي، د هنرمندانو کنسرټونه او د شعر او کیسې جشنونه به جوړ شي.





