کابل کې د اوبو نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې د اوبو په مدیریت ټینګار وشو

کابل کې یوشمېر افغان چارواکیو «طبیعیت د اوبو له‌پاره» تر نوم لاندې د اوبو نړیواله ورځ ونمانځله.

چارواکي هېواد کې د اوبو کموالي او ککړتیا په اړه اندېښنه ښيي او له هېوادوالو غواړي د اوبو مصرفولو کې جدي پام وکړي.

د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني د اوبو په مدیریت ټینګار کوي وايي، د اقلیم بدلون او وچکالۍ له امله اوبه کمې شوي چې د څښاک او کرنې اوبو لګولو ته باید جدي پام وشي.

د اوبو او برېښنا وزیر نورو حوزو ته په پرتلې د شمال حوزې ستونزه جدي بولي.

د غونډې نورو برخوالو هم د اوبو ستونزو په اړه اندېښنې په ډاګه کړې.

د ولسمشر سلاکار حمید هلمندي د وچکالۍ او طبیعت کې د بدلون ستونزې ترڅنګ د داسې ټکنالوژۍ نه‌شتوالی چې هم د کرنې او هم د څښاک اوبو په لګولو کې کموالی راولي، بله لویه ننګونه بولي.

نوموړی د ځمکې لاندې اوبو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه ویې ویل، له ځکمې لاندې اوبو څخه غیرمعیاري ګټه اخیستل لامل شوي چې دغه اوبه تراوسه په سمه توګه کنټرول نه‌شي.

د سترو، منځنیو او کوچنیو بندونو جوړول، د اوبو د قانون او مقررو تطبیق، د اوبو له‌پاره ښه مدیریت، د لوړو زده‌کړو تعلیمي نصاب کې د طبیعي حوزې او سیندونو شاملول، د خپلسره برمو وهلو بندول او داسې نور هغه وړاندیزونه دي چې د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ګډونوال پرې ټینګار کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام