
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس نادر نادري نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د یاد کمېسیون د تېر کال راپور وړاندې کړ.
نادری وویل، یاد کمېسیون تېر کال په ۳ برخو یانې د اداری فرهنګ بدلون، سازماني اصلاحاتو او په ادارو کی د ښو بشري سرچینو په جذب کې د رڼښت برخو کې کار کړی دی.
د نوموړي په وینا، تېر کال د اداري کمېسیون له لارې ۳۰۴۹۹ کسان پر دولتي دندو ګومارل شوي چې دا شمېره په هېواد کې د ملکي خدمتونو په برخه کې بېمخینې ده او د مېرمنو ونډه هم پهکې څه باندې ۵ سلنه ډېره شوې ده.
نادر نادري وایي، سږ کال به د ملکی خدمتونو ټول شاوخوا ۴۲۴ زره کارکوونکي هم بایومټریک او ۱۱ زره تازه ګومارل شوي ښوونکي به هم نن پوهنې وزارت ته ور وپېژندل شي.
د کمېسیون د مسوولانو په وینا، د روانې میاشتې تر پایه به د هغو ۵۵۰۰ کسانو د ازموینې پایلې اعلان او پر دندو وګومارل شي چې پنځمو او شپږمو بستونو لپاره یې ازموینه ورکړې ده.
اړوند مطالب:
د ښوونکیو او ملکي خدمتونو ۵ او ۶ بستونو ته په کابل کې ازموینه پیل شوه

نادری وویل، د دولتي ادارو د امریت بستونو د تنخاوو لوړولو لپاره هم پیسې پیدا شوي او امتیازي تنخاوې به ورکړل شي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رییس وایي، که څه هم د افغانستان په څېر هېواد کې چې د زر او زور په وسیله به کسان ګومارل کېدل، د اداري اصلاحاتو پروسې پلي کول ستونزمن دي، خو په وینا یې تر ډېره یې هڅه کړې چې خلکو ته اسانتیاوې برابرې او د خنډونو پروړاندې ودرېږي.
د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون داسې مهال د خپلو کارکړنو یوکلن راپور وړاندی کړ چی تر دې مخکې ولسمشر محمداشرف غني ټولو دولتي ادارو ته امر کړی و چې له ولس سره خپل یوکلن کاري راپور شریک کړي.




