بدخشاني کډوال: طالبان ظلم او سیمه‌ییزه اداره راسره بې‌پامي کوي

د بدخشان ولایت یوشمېر اوسېدونکي چې د ناامنیو له امله د پنجشیر ولایت پریان ته را کډه شوي، د طالبانو له کړنو ترخه یادونه لري.

د کران ومنجان ولسوالي د اوشتي کلي اوسېدونکی سیداعظم وایي چې څه موده طالبانو بندي کړی و او پرون له څلورو مېرمنو سره له خپل کلي په تېښته بریالی شوی دی.

د سیداعظم په وینا، طالبان چې له پولې هاخوا تاجیکان، چچینایان، اوزبیکان او بدخشانیان هم ورسره دي، پر خلکو د هېڅ راز ظلم صرفه نه کوي.

بدخشاني کډوال دعوه کوي چې طالبان غواړي د خلکو په ایستلو سره د انجمن غاښي له لارې ځانونه پنجشیر ته ورسوي او دغه ولایت او کران او منجان سره پر پوله پراته نور ولایتونه ناامنه کړي.

د کران او منجان ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي، له ۴ میاشتني مقاومت وروسته چې طالبانو کلابند کړي وو، طالبانو د دوو قوماندانانو ملک او امام په ملاتړ پر دوی برید وکړ او د انجمن او اوشتي کلیو ۱۱ ځوانان يې ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل.

دوه کډوال عبدالملک او محمدموسی وايي، طالبانو د دوی ټول شته، څاروي او د کور نور توکي چور کړل او پر خپل سر به د خلکو کورونو ته ننوتل چې د سیمې پر اوسېدونکیو یې د ژوند ساحه را تنګه کړه.

اړوند مطالب:

د بدخشان بې‌ځایه شوي: مرستې بسنه نه کوي

دغه کډوال ادعا کوي چې د بدخشان سیمه‌ییزې ادارې په ۴ میاشتو کې چې دوی طالبانو کلابند کړي وو، نه یوازې دوی ته هېڅ پام و نه‌کړ او مرستې یې هم ورسره نه‌دي کړي. د سیمه‌ییزو سرچینو د مالوماتو له مخې، د یادې ولسوالي جګړه یې قومي جګړه ښودلې ده.

خو د بدخشان د والي ویاند نېک‌محمد نظري دا ادعا ردوي او وايي چې په یمګان ولسوالي کې د طالبانو د موجودیت او ډېرو واورو له کبله د لارو بندښت په سبب نه‌دي توانېدلي چې د کران او منجان امنیتي ستونزې حل کړي.

د نوموړي په وینا، د یمګان ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده او په بدخشان کې سږنۍ بې‌سارې واورې ډېرې ستونزې پیدا کړي، خو په وینا یې، هڅه کوي چې له تخنیکي ډلې سره د ولسوالي د ادارې له لارې د خلکو ستونزې حل کړي.

د پنجشیر ولایت په پریان ولسوالي کې د بدخشان بې‌ځایه شوي وايي، د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي او پر لوږې او تندې سربېره په سیمه کې د زهري حشرو موجودیت د دوی ژوند ګواښي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام