د امرالله صالح د وروستیو اقداماتو په اړه د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه

د محمداشرف غني په مشري د دولت جوړوونکي ټیم لومړي مرستیال او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د دغه بهیر له ادرسه د خواله یا ټولنیزو رسنیو ۳۹ کاروونکي پر ټولنیزو رسنیو ده ته د سپکاوي او کنځلو په تور لویې څارنوالي ته ور وپېژندلي دي.

خو د بښنې نړیوال سازمان د یاد بنسټ له لوري لویې څارنوالي ته د خواله رسنیو د کاروونکیو ورپېژندلو په تړاو اندېښنه ښودلې او د یوه ټویټ په خپرولو سره یې ویلي: «هېڅوک باید په سوله‌ییزه توګه د بیان ازادۍ له حق نه د ګټې اخیستو له کبله وګواښل شي.

په همدې حال کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړي صدیق‌الله توحیدي نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د صالح دغه ګام ناقانونه او له سیاسي نفوذ نه ناوړه ګټه اخیستل وبلل.

خو د زرغون بهیر د سیاسي کمېټې مسوول محمدطیب شکېب په یوه بله خبري غونډه کې وویل چې دغه ګام په ټولنیزو شبکو کې د اصلاحاتو په موخه شوی، څو د نورو کاروونکیو لپاره عبرت وګرځي.

شکېب زیاته کړه، زرغون بهیر ځانګړې اصول‌نامه لري او له مخې یې که د دغه بهیر غړي ته د کوم کس یا ادارې له‌خوا سپکاوی وشي، بهیر د ځان دفاع کولای شي.

لویې څارنوالي ته ور وپېژندل شوي کسان د لوړو زده‌کړو، کورنیو چارو، ملي دفاع او اقتصاد وزارتونو کارکوونکي دي، خو امرالله صالح ویلي چې هېڅوک یې د سپکاوي او کنځلو په تور عدلي او قضايي ادارو ته نه دي ور پېژندلي. صالح زیاته کړې چې له یوه‌نیم کال راهیسې یې په خپل سیاسي بهیر کې فعالیت نه دی کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام