د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن کابل کې یوې غونډې ته وویل، ۱۳۹۷ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷۰۱ قضیې څېړلي او پهدې اړه یې د هېواد ۳۴ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي څارنوالۍ جوړه کړې چې ۳۲ ولایتونو کې د ښځو لهخوا اداره کېږي.
هغه وویل، وهلټکول، ځورونې، جنسي تېری، ځانوژنې او د ځانسوځولو پېښې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له مهمو قضیو څخه شمېرل کېږي.
د لویې څارنوالۍ ویاند همدارنګه وايي، د یو کال په ترڅ کې ۱۹۵ د جنسي تېري قضیې څېړل شوي چې ۱۱۲ مورده یې د وژنې دي.
د ښاغلي رسولي په وینا، لویې څارنوالۍ په وروستیو دوو کلونو کې د ښځو د مشارکت او ګډون کچه له ۳ سلنې څخه ۲۲ سلنې ته لوړه کړېده.

دغه راز د لویې څارنوالۍ ویاند وویل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د جرمونو د قربانیانو ملاتړ لهپاره د رواني درملنې او مشورې ورکولو یو مرکز هم رامنځته کړی چې د تاوتریخوالي پېښو کې د زیانمنو ښځو درملنه وکړي او هغوی ته اړینې مشورې ورکړي.
د هغه په وینا، د ۱۳۹۶ کال په پرتله ۱۳۹۷ کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغلی دی.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون افغانستان کې د مېرمنو د حقونو د خوندي کولو په لار کې یو ستر ګام شمېرل کېږي چې د لویې څارنوالۍ د مسوولانو په وینا، د افغانستان د جزا کوډ او د جزا له قانون څخه وروسته په ښه توګه پلي شویدی.





