
د بدخشان ولایتي شورا مشره فرحناز پامیري وايي، دې ولایت کې پهخپل وخت د شهیدانو او معلولینو وراثینو ته حقوقو نهورکول، له هغو ننګونو څخه دي چې د بدخشان د شهیدانو او معلولینو ریاست په لېرې کولو کې پاتې راغلې ده.
د بدخشان ولایتي شورا دغې غړې د هغو کورنیو د غړیو په اړه چې د واخان، شغنان او شکاکم په څېر له لېرو ولسوالیو نه د خپلو حقوقو د اخېستلو پسې د بدخشان د د شهیدان، معلولینو چارو ریاست ته ورځي وايي، د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو وارثین د خپلو حقونو ترلاسه کولو لهپاره اړ دي چې میاشتې په تمه پاتې شي؛ خو بیا هم هېڅ نهشي ترلاسه کولی.
دې سره د شهیدانو یو شمېر وارثین ـ چې د خپلو اسنادو طی مراحل لهپار، د بدخشان د شهیدانو او معلولینو ریاست دروازې شاته لیکو کې ولاړ دي ـ وايي، له ۶ میاشتو تر یوه کاله او ان تر دوو کلونو پورې خپل حقوق نهشي ترلاسه کولی.
دوی چې ډېر پخوا یې دا حقونه اخېستي او اوس په پور خپل ژوند مخ ته وړي؛ وايي ، سره له دې ـ چې خپل حقونه نهشي ترلاسه کولی ـ د استوګنیځو نومرو او د هغو رغولو لهپاره د پیسو ترلاسه کولو په څېر له نورو امتیازونو هم محروم دي.
دوی له حکومته د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې د دوی د کورنیو د شهیدو شویو وګړیو ارواوې دې نه نارامه کوي.
په همدې حال کې د بدخشان د شهیدانو او معلولینو رییس شفیق ایوبي وايي، دې ولایت کې د شهیدانو او معلولینو شمېر یو زرو او ۵سوو ته رسېږي چې له دې ډلې نږدې ۵ زره یې نظامي شهیدان دي او دې شمېر ته په پرتلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري منظوره شوې بودیجه ډېره کمه ده.

د ښاغلي ایوبي په وینا، هغوی په وار وار له کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه پیسې غوښتي چې د شهیدانو او معلولینو د وارثانو حقوق ورکړي؛ خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت هر ځل د غوښتل شویو پیسو ۵۰ سلنه پیسې دې ادارې ته سپارلې دي.
د ده په وینا، د دوی اداره ۶ سوو میلیونو افغانیو ته اړیتا لري، پهداسې حال کې چې په ۱۳۹۷ کال ورته ۴۷۰ میلیونه افغانۍ رسېدلي چې د دوی غوښتل شوې بودیجې ته په پام، د شهیدانو او معلولینو له وارثانو نه ۱۵۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.
ښاغلی ایوبي زیاتوي، په روانې ربعې کې یې هم ۳۳۰ میلیونو افغانیو ته اړتیا لرله؛ خو وزارت ورته ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ور استولې دي.
د بدخشان د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وايي، کهچېرې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شهیدانو او معلولینو د حقونو اجرا لهپاره د پام وړ بودیجه منظور نهکړي؛ دوی به د شهیدانو او معلولینو د وارثانو حقونو اجرا کولو په برخه کې همداسې ستونزو سره مخ وي.
سره له دې چې د بدخشان د شهیدانو او معلولینو ډېر وارثان د خپلو حقونو نه ترلاسه کولو نه اندېښنه څرګندوي؛ خو د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست مسوولان زیاتوي چې د بایومټریک بهیر په بشپړېدو سره به، د شهیدانو او معلولینو د وارثتنو حقونو اجرا کېدو ستونزې ډېر ژر حل شي.





