۷۳ ماشومان په المان کې له درملنې وروسته هېواد ته راستانه شول

د افغاني سرې‌ میاشتې ټولنې مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، ۷۳ هغه ماشومان چې المان هېواد ته د درملنې لپاره لېږل شوي وو، له درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د دغې ټولنې د مسوولانو په وینا، د دغو ماشومانو معاینه شپږ میاشتې وړاندې په کابل کې د «المان د سولې کلي» ډاکټرانو له لوري شوې وه او وروسته د درملنې لپاره المان ته استول شوي وو.

دغه ماشومان سوځېدلي یا یې هم هډوکي مات شوي وو.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرستې حسن‌بانو غضنفر په دې اړه وویل، هغه ماشومان چې سوځېدلي وي او ژور ټپونه لري یا یې هم هډوکي مات شوي وي، دوی یې یې درملنه کوي او په هرو شپږو میاشتو کې یې یو ځل المان ته لېږي.

نوموړې زیاتوي، له ۱۹۹۰ کال را هیسې د «المان د سولې‌ کلي» سره د سوځېدنې او هډوکو د درملنې په برخه کې همکاري لري.

د هغې په وینا، د دغه مرکز له لوري هر کال سل ماشومان المان هېواد ته استول کېږي او د هغو ماشومانو شمېر چې تر اوسه یې درملنه شوې، ۴ زره او ۱۶۵ ته رسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام