
د افغانستان په شمالي ولایتونو کندوز، بلخ، او بدخشان کې هم ګڼ شمیر کسان د کابل له لاریون کوونکو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوی د کابل روستي خونړۍ پېښه وغندله او له حکومت نه یې غوښتنه وکړه، چې د معترضینو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.
په کندوز کې نیږدې دوو زرو کسانو د یو لاریون په ترڅ کې کابل د چارشنبې ورځې خونړۍ ترهګریز، برید، په لاریون کونکو ډزې او د مشرانو د لومړي نایب د زوی په جنازه کې ځان مرګي بریدونه وغندل، او د امنیتي چارواکو د لرې کولو او محاکمې غوښتنه وکړه.
د اعتراض کوونکو په پریکړه لیک کې چې د کندوز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني، له خوا ولوستل شو راغلي، چې حکومت باید په امنیتی او استخبارتي بنسټونو کې بنستیز بدلون راولي.
اعتراض کوونکو خبرداری ورکړ، که غوښتنو ته یې پام و نه شي، په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.
په همدې حال کې د بلخ یو شمیر اوسیدونکو دل اریون په ترڅ کې د کابل په وروستي برید کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې اصلي لامل د ملي یوالی حکومت وباله، او غوښتنه یې وکړه د خلکو مدني غوښتنو ته باید مثبت ځواب وویل شیي
دوه اعتراض کونکي حنیف او سمیرا خیرخواه وايي، چې دوی نور له چاودنو، ځان مرګو بریدونو، بې عدالتۍ، ظلم، کینې، دوښمنۍ او تعصب ستړی شوي دي او دولت باید د حل په موخه يې جدي ګامونه واخلي.

د اعتراض کونکو په یوه برخه کې د افغانستان له نړیوالو ملاتړ کونکو او ملګرو ملتونو غوښتل شوی، چې په حکومت فشار راوړی ترڅو د معترضینو پر وړاندې له زور زیاتې لاس واخلي او د هغوی مدني غوښتنو ته درناوی وکړي.
په بدخشان کې هم یو شمیر کسانو د کابل د اعتراض کوونکو په ملاتړ لاریون وکړ.
لاریون کونکو د ولسمشر، اجرایه رییس او لوړو پوړو امنیتي چارواکو د استعفا غوښتنه وکړه.
له بل لوري د کابل ښار تحصن کوونکو، چې اوس يې د خپل حرکت نوم " جنبش رستاخیز" ايښي وايي، تر هغو به له حکومت سره خبرې وکړي، چې د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر له دندې ګوښه کړای شي.
یاده دې وي، چې مخکې له دې هم د هرات، بغلان، او تخار ولایتونو یو شمیر اوسیدونکو د کابل د اعتراض کوونکو پر ملاتړ لاریونونه کړی و او ورته غوښتنې یې مطرح کړې وې.





