
سره له دې چې ښوونکي شکایت کوي، د کورونو لپاره د ځمکو ژمنه ورسره شوې خو لاهم دغه ځمکې نه دي ورکړل شوي.
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلام وطندار ته وویل، د پل علم ښار ۹۰۰ ښوونکيو ته به د سرپناه او کور جوړونې لپاره هستوګنیزې نمرې ورکړل شي.
عرب زیاته کړه، دغه ښارګوټی د پل علم ښار شمال لوېدیځ لور ته لوګر پوهنتون ته څېرمه د شیروازې سیمه کې په ۳۵۰ جریبه دولتي ځمکه کې ترتیب شوی چې ۱۰۰۰ هستوګنیزې نمرې لري او په راتلونکيو څو اوونيو کې به یې د وېش لړۍ پيل شي.
همدارنګه د لوګر ولایت د ښوونکيو ټولنې ريیس لطف الله ستانکزي سلام وطندار ته وویل، د ۱۴ کالونو راهیسې د پل علم ښوونکيو ته د سرپناه د هستوګنیزو نمرو د وېش ژمنې کېږي خو تراوسه پورې نه دي عملي شوي.
ستانکزی زیاتوي، د نوي والي په ګمارلو او د پوهنې ریاست له پرلهپسې هڅو سره اوس د دغو نمرو د ليکو اچونې ۴۰ سلنه چارې بشپړې شوي او په راتلونکيو څو اوونیو کې به یې ښوونکيو ته د وېش لړۍ هم پيل شي.
بله خوا، د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښوونکي پر دولت نیوکه کوي چې دغه نمرې یې په خپل وخت ښوونکيو ته نه دې ورکړي او په یو او بل نوم یې تېر ایستلي دي.
دوی له دولت غوښتنه کوي چې د پل علم ښار ښوونکيو ته ترتیب شوی ښارګوټی ژر تر ژره ښوونکو ته ووېشي، ترڅو د پل علم ښوونکي د سرپناه خاوندان شي.
د لوګر د پوهنې ریاست دغه راز ژمنه کوي چې مرکز پل علم کې ښوونکو ته د استوګنیزو نمرو د وېش له بشپړېدو وروسته به، ولسوالیو کې هم ښوونکيو ته د کورونو لپاره ځمکې ووېشل شي.
ګڼو ولایتونو کې شکایتونه شته چې د ښوونکيو د استوګنیزو کورونو لپاره ځانګړې شوې ځمکې د زورواکو له خوا غصب شوي او له ښوونکو پرته پر نورو خلکو وېشل شوې دي.





