روڼتیا څار بنسټ: کرېکټ بورډ د حساب د ورکړې شفافیت او د فساد مخنیوي ته ميکانیزم نه لري

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ نن د افغانستان کرېکټ بورډ په اړه خپل تازه راپورخپور کړ. د ياد بنسټ راپور ښيي چې کرېکټ بورډ له جدي ننګونو سره مخ دی.

د دغه بنسټ چارواکي وايي، په کرېکټ بورډ کې د اجرايي رییس ټاکنې پروسه سیاسي ده او دغه راز د اجرايي رییس ګمارنه او ګوښه کول هم له کوم موجه دلیل پرته ترسره کېږي.

د راپور لیکوال مشتاق رحیم وايي، د بورډ د مشرتابه پلاوي له دندو ګوښه شوي رییسان په فساد، خپل سرې ګمارنې او د لوبغاړو ترمنځ په نفاق خپراوي تورن وو.

رحیم له دغې چارې نیوکه کوي او وايي، دولت د دغې ادارې له کړنو هېڅ ډول څارنه نه ده کړې.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ راپور دغه راز څرګندوي چې د کرېکټ بورډ په اداره کې له فساد سره د مبارزې او مخنیوي لپاره هېڅ ډول مکانیزم نه دی موجود.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، د راپور پایلې او موندنې له دوی سره نه دي شریکې شوي او دوی هم د خواله رسنیو له لارې خبر شوي چې د روڼتیا څار بنسټ په دې اړه څېړنه ترسره کړې.

هوتک زیاتوي، د راپور له لوستلو او د معلوماتو له تحلیل وروسته به د کرېکټ بورډ رسمي نظر شریک شي.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په راپور کې راغلي چې د مشرتابه پلاوي یو شمېر نږدې خپلوان په بېلابېلو ټیمو کې ګمارل شوي حال دا چې د دوی له خپلوانو ښه استعداد لرونکي لوبغاړي له پامه غورځول شوي دي.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وايي، د افغانستان کرېکټ بورډ د تفتیش په اړه خپل کلنی راپور نه دی خپور کړی او په خپلواکه بڼه د دغې ادارې د پلټنې په اړه هم کوم راپور نه دی موجود.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام