د نويو زیږیدلو ماشومانو د مړینو په شمیر کې کموالی راغلی

د عامې روغتیا وزارت د نوي زيږیدلو ماشومانو د مړینو په شمېر کې د کموالي خبر ورکولو سره سره دا هم وايي، چې په دې ورستیو دوو کلونو کې د زیږون پرمحال د میندو د مړینې شمیر هم راکم شوی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر وحید مجروح د یکشنبې په ورځ ( اکټوبر۲مه) د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د ۱۳۸۲ م لمریز کال راپدیخوا د عامې ررغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د نوي زیږیدلو ماشومانو د مړینې شمیر ۲۵ سلنه وه، خو اوس دغه شمیر ۱۰ سلنه دی.

د معلوماتو له مخې  په ۱۳۸۲ کال کې له ۱۰۰ زرو نويو زیږیدلو ماشومانو۲۵۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو په ۱۳۹۵ کال کې دغه شمیر ۲۵ سلنه راکمه شوې.

مجروح زیاته کړه، چې په ورستیو دوو کلونو کې د زیږون پرمحال د میندو د مړینې شمیر هم راکم شوی.

د هغه پر خبره، پخوا د زیږون پرمحال  په هرو  ۱۰۰ زرو میندو کې ۱۶۰۰ خپل ژوند له لاسه ورکوه، خو اوس په هرو ۱۰۰ زرو میندو کې ۳۲۷ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه، چې پخوا په ټول هیواد کې ۵۰۰ قابلې وې، چې اوسمهال دغه شمیر ۵ زرو څخه ډیر شوی او په ټول هیواد کې ۷۶ سلنه خلک روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی لري.

یاده دې وي، چې همدا اوس په ټول افغانستان کې ۴۱ زره او ۵۰۰ روغتیایي کارکونکي په دندو بوخت دي چې ۲۰ سلنه یې میرمنې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام