
بېوزلي او د کورنۍ ناسم اقتصادي وضعیت لامل شو چې جاوید ایران ته لاړ شي. نوموړی د اوړي په یوه ورځ کې د تخار ولایت په تالقان ښار کې له یوه قاچاقي سره مخ کېږي او د لومړنۍ لیدنې پر مهال د قاچاقي تېراېستونکې ژمنې لامل کېږي چې جاوید کلک هوډ کوي او ایران ته تګ لپاره ملا تړي.
جاوید وايي، سره له دې چې د لارې په اړه یې سختۍ او ستونزو په اړه اورېدلي و، خو د کورنۍ ناسم وضعیت لامل شو چې د قاچاقي پر خبرو ژر باور وکړي.
قاچاقي جاوید ته ویلي و چې په کمو پیسو به یې ایران ته ورسوي او موخې ته تر رسېدو پورې ټول لګښتونه به یې هم هغه ورکړي. جاوید نیمروز ته خوځېږي، خو لومړنی قاچاقي نوموړی یوه بل ایراني بلوڅ قاچاقي ته سپاري. جاوید وايي، قاچاقیانو له ده او نورو کډوالو سره د حیوان په څېر چلن کاوه.
د نوموړي په وینا، قاچاقیانو په یوه موټر کې چې یوازې ۱۲ کسان پهکې ځایېدل، ۳۰ تر ۴۰ کسانو سپرول.
جاوید چې څنګه له پولې اوړي، د ایران پولهساتو ځواکونو ته په لاس ورځي او بېرته یې را اړوي. هغه په نیمروز کې له یوې شپې تېرولو وروسته، بیا ایران ته ځي.
جاوید وايي، قاچاقیانو د لارې په اوږدو کې د کډوالو د وهلو ډبولو ترڅنګ، د هغوی شته هم اخېستل. بلوڅي قاچاقیان پر لاره دی او شاوخوا ۱۵۰ نور کډوال پر غلو پلوري او له سختو شپو او ورځو وروسته د هغوی له منګولو ژغورل کېږي، خو بیا له قاچاقیانو سره مخ کېږي او هغوی یې یرغمل نیسي.
جاوید وايي، قاچاقي ورته ویلي وو چې په یوه اوونۍ او د یو میلیون تومانو په بدل کې به یې ایران ته رسوي، خو نوموړی د نږدې درې میلیون تومانو په بدل او نږدې ۲۰ ورځو کې تهران ته رسېدلی دی.
د وزګارتیا له کبله د نوموړي وخت په ایران کې هم نه تېرېږي او ترکیې ته خوځېږي، خو د ترکیې د پولیسو له لوري تر یوې میاشتې بند وروسته بېرته افغانستان ته را اړول کېږي.
نوموړی وايي، د ترکیې د لارې قاچاقیان لومړی وايي چې پیسې به په انقره یا استانبول کې ترې واخلي، خو څنګه چې مسافر د ترکیې پولې ته ورسېږي، په زوره خپلې پیسې ترې اخلي او هغوی بېسرنوشته پرېږدي.
جاوید له هغه وروسته چې کابل ته را رسېږي، ان تالقان ته د تګ پیسې نهلري او د خپلوانو په مرسته خپل کور ته ځي.
نوموړی چې اوس یوه ټیکسي چلوي وايي، ګڼشمېر ځوانان ویني چې قاچاقیان یې غولوي او بهر ته ځي.
د تخار یو مدني فعال شفیق پویا باور لري چې د حکومت له لوري پر انساني قاچاقیانو د قانون نه پلې کېدل او پر وړاندې یې د مبارزې میکانېزم نه موجودیت لامل شوي چې ځوانان د قاچاقیانو لاس ته وغورځي، پر خبرو او ژمنو یې باور وکړي او کډوالۍ ته مخه کړي. د نوموړي په وینا، انسان قاچاقیان باید په نښه او وڅارل شي.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) ، د افغانستان دولت د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري جوړ او تدوین شویدی.
د دې میکانیزم موخه لارښوونه کوي چې د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو د ملاتړ، پېژندنې او ارجاع په پار د دولت او مدني ټولنو لارښوونې له مخې قاچاقیان وپېژني او د انسانيقاچاق سره د مبارزې قانون د (۲۰۱۷ کال مصوبې) پر اساس یې قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

هغه ټکي چې د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې د ملي مکانیزم په شپږمه ماده کې لیکل شوي، د انساني قاچاق د قربانیانو د پېژندنې لاروچارو په موخه دي.
- د قانون له مخې د دولتي او نادولتي کارکوونکیو له لوري ملاتړو خدمتونو او پروګرامونو ته مستقیم لاسرسی
- د لیکلي یا شفاهي معلوماتو پر بنسټ د دولتي ادارو په وسیله د انساني او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو په ګوته کول یا هم د انساني او کډوالۍ قاچاق پر مهال د برید، ظلم او کار لیدل
- د انساني او کډوالۍ قاچاق له قرباني سره د بحث او څېړنې لومړنۍ پایلې
- د قرباني د چلن ډول او ظاهري بڼې څارنه
- د قرباني له لوري وړاندې شوي معلومات
- د هغه وضعیت په اړه بحث او تحلیل چې قرباني ورسره مخ کېږي
- اړوندو ادارو ته د انساني او کډوالي قاچاق د قرباني مراجعه
په کندوز کې د بشري حقونو ولایتي کمېسیون بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او ترکیې ته د ځوانانو د تګ په اړه د اندېښنې تر څنګ وايي، د کمېسیون د معلوماتو له مخې، هر کال له شمال ختیځو ولایتونو نه له ۱۵ تر ۲۰ ځوانان بهرنیو هېوادونو ته ځي.
د یاد کمېسیون مسوول سیدحفیظالله فطرت وايي، جګړه او ناامني، بېوزلي او وزګاري او دغه راز د حکومت له لوري د یوه منظم پلان نه موجودیت لامل شوی چې ګڼشمېر ځوانان له هېواده ووځي.
فطرت وايي، حکومت له هېواده د ځوانانو د تېښتې مخنیوي برخه کې پلان نهلري. د نوموړي په وینا، د یوه هوسا ژوند لرلو خیال ان د قاچاقیانو لاس ته د هغو ځوانانو د لوېدو لامل شوی چې زدهکړې یې کړې دي.
په شمال ختیځ زون کې د بشري حقونو د دفتر رییس وايي، یو شمېر کورنۍ هم بهر خپل ځوان بچیان بهر ته د تګ او کډوالۍ لپاره هڅوي.
فطرت وايي، پولیس باید له دې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې جدي اقدام وکړي. د نوموړي په وینا، تر اوسه په شمال ختیځ زون کې له قاچاقیانو سره د مبارزې په اړه هېڅ راپور نهدی ثبت شوی او دا وضعیت «د اندېښنې وړ» دی.
اړوند مطالب:





