
نن د اکتوبر ۱۶مه د خوړو نړۍواله ورځ ده چې د کرنې وزارت او د خوړو نړۍوال پروګرام په ګډه په کابل کې ونمانځله.
سږکال د خوړو نړۍوالې ورځې شعار «تر ۲۰۱۳۰ کاله پورې بېلوږې، نړۍ شونې ده» غوره شویدی.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوول زلتن ملیسیک، وایي چې په ډېرو ناامنو هېوادونو کې په ۲۰۱۸ کال کې وسلهوالو نښتو، د خوړو خوندیتوب او د خوارځواکۍ مخنیوي پروګرام له ننګونو سره مخ کړیدی.
د ښاغلي ملیسیک په وینا، په افغانستان کې له بېوزلۍ سره مبارزه هم جګړو ستونزمنه کړېده.
د ده په وینا، په تېرو درېیوو کلونو کې د خوړو خوندیتوب او تغذیې نهشتوالي د بې وزلۍ کرښې لاندې کسانو شمېر له ۹ میلیونو ۱۳میلیونو ته لوړ کړیدی.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوول وایي، جګړې، طبیعي پېښو، کورنیو بېځایه کېدلو، د کډوالو راستنېدلو او وچکالۍ په افغانستان کې د خوړو پرخوندیتوب او تغذیې منفي اغېز کړیدی.
دی زیاتوي، وچکالي په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه کسان د خوړو خوندیتوب له پلوه زیانمن کړيدي.
په همدې حال کې د کرنې وزیر نصیر احمد دراني وویل چې سږ کال یې د دې وزارت له ستراتېژیکو زېرمو ۲۵ ولایتونو د وچکالۍ ځپلو او بېځایه شویو اوسېدونکیو باندې ۱۱۹ زره ټنه غنم وېشلي دي.
د کرنې وزیر زیاتوي، د خوړو نړۍوال پروګرام ته ۶۰ زره ټنه غنم وړیا ورکړي چې د امریکا نړۍوالې پراختیایي ادارې د ۱.۴ میلیونه ډالره مالي مرستې پهواسطه اړمنو افغانانو ته ووېشل شي.





