کورونا؛ ۳۰ کلن هراتی ځوان چې پر کورونا اخته و، ومړ

د هرات د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي، په دې ولايت کې يو ۳۰ کلن هراتی ځوان چې د کورونا ويروس نښې يې درولودې او کورونا لپاره ځانګړي شوي روغتون کې بستر و، مړ شوی دی.

د ياد ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمدرفیق شېرزی وايي، ياد کس د هرات ښار په «کج» سړک کې نانوايي درلوده.

د نوموړي په وينا، ياد کس ۲۴ ساعته په روغتون کې بستر و چې روغتيايي حالت يې خراب شو او تنفسي ستونزه يې ډېره شوه، نن سهار « د حمل ۱۷مه، يکشنبه» ومړ.

شېرزی زياتوي، دې ته يې فرصت ونه موند چې تشخيص يې کړي چې مړه شوي کس د کورونا ويروس درلود او که نه.

د مړه شوي کس خپلوان ادعا کوي چې هغه درې ورځې وړاندې کورونا ويروس لپاره ځانګړي شوي روغتون ته ورغی؛ خو په دومره وخت کې يې د ازمايښت پايله معلومه نه شوه.

د دوی په وينا، په دومره موده کې ورته روغتياپالانو هېڅ درمل ور نه کړ. له دې سره په هرات ولايت کې د کورونا ويروس له کبله د وژل شويو شمېر ۵ ته ورسېد.

نن سهار د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا پنخه مثبتې پېښې روغې شوې دي او په تخار ولايت کې يو ناروغ چې د تنفس ستونزه يې درلوده. مړ شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام