
د جوزجان ځايي مسوولان وايي چې طالبان د دې ولايت له اوسېدونکيو له کورونا سره د مبارزې په پلمه باج اخلي.
د ياد ولايت د والي وياند عبدالمعروف اذر سلاموطندار ته وايي، طالبانو د اقچې، مردیان او منگجیک ولسواليو له اوسېدونکيو پیسې ټولې کړې دي.
د جوزجان اوسېدونکي طالبان په بېرحمۍ تورنوي او وايي چې اوسمهال طالبان له کورونا «ډېر بد عمل» کوي او غيرانساني کړنو لاس پورې کوي.
دوی وايي، طالبان له هرې کورنۍ له ۱۰۰۰ نه تر ۱۵۰۰ پورې افغانۍ اخلي او زياتوي چې طالبانو خبرداری ورکړی که چېرې يادې کورنۍ پيسې ور نه کړي، نو شکنجه کوي يې او کډې کولو ته يې اړې کوي.
خو د طالبانو يو وياند ذبیحالله مجاهد د جوزجان د ځايي ادارې ادعاوې ردوي او وايي چې کورونا سره د مبارزې په برخه کې ورسره يو شمېر موسسو او نړيوالو بنسټونو د مرستو ژمنې کړې دي.





