
د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي د څښاک اوبو له نهشتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي، کلونه کېږي چې اوبه یې له چټلو اوبو سره ګډې دي چې له همدې امله یې ماشومان په بېلابېلو جلدي، امیب او نورو ناروغیو اخته شويدي.
د سیمې اوسېدونکیو په وینا، دوی خپلې ستونزې په وار ـ وار له چارواکیو سره شریکې کړېدي؛ خو د حل لهپاره یې تراوسه کوم اقدام نهدی شوی.
د سیمې درې اوسېدونکي حاجی ابراهیم، معلم آغاگل او حاجی شکور وايي، کهچېرې د کابل اوبو رسولو مسوولان د دوی ستونزې ته پام ونهکړي؛ له چټلو اوبو څخه رامنځته کېدونکې ناروغۍ به زیاتې شي.
خو د کابل ښاري زون د اوبو رسولو عمومي رییس سردارولي ملکزی سلاموطندار ته وايي چې د ۵ سوو فامیلیو اوسېدونکيو له ستونزې څخه خبر دي او په دې اړه تخنیکي موضوعات، سروې، ډیزاین او نورې چارې ترسره شوي او په راتلونکي مالي کال کې به دې ستونزې د هواري لهپاره بودیجه ځانګړې کړي.

د کابل ښاري زون د اوبو رسولو رییس همدارنګه زیاته کړه چې د اوبو رسولو زیاتره شبکې پیاده لارو کې او خلکو دغو پیاده لارو کې سپتیک څاوې کیندلي دي.
د هغه په وینا، کهچېرې خلک مالي مرسته وکړي؛ سر له سبا به د دې ستونزې د حل په برخه کې اقدام وکړي.
د کابل ښاري زون د اوبو رسولو عمومي رییس وايي، د دا ډول ستونزو بنسټیز حل او د اوبو له چټلېدو څخه د مخنیوي لهپاره، باید خلک د اوبو رسولو شبکو په خوا کې د سپتیک څاګانو له کیندلو ډډه وکړي.





