
بدخشان ولايت کې هغه کس چې د کورونا ويروس نښې يې درلودې، ځانوژلی دی. د مړه شوي کس کورنۍ وايي چې هغه په تازهګۍ سره له ايرانه راغلی و او د کورونا ويروس ټولې نښې يې درلودې.
د نوموړي کورنۍ په دې باور ده چې مړه شوي کس دې لپاره ځانوژنه کړې چې د بدخشان ولايت د روغتيا رياست کارکوونکيو ورته پاملرنه نه وه کړې؛ خو د بدخشان د ولايتي روغتون مسوولان وايي چې ياد کس په نشهيي توکيو روږدی و او له بدې رواني ناروغۍ يې رنځ ووړ.
د یاد کس پلار وايي:« کله مې چې زوی کې د کورونا نښې ولیدې، روغتون ته مې ولېږدوه او قرنطين مې کړ.»
د مړه شوي کس پلار وايي چې ناروغ زوی يې روغتون کې د مصنوعي تنفس ډبې سره سر وهلی او د ډېرې وينې تويېدنې له کبله مړ شوی دی.
د ياد کس په وينا، بدخشان ولايت کې کورونا لپاره ځانګړي شوي روغتون کې پوره تجهيزات نه دي موجود او شکمن کسان په کې چې قرنطين کېږي، ښه وضعيت نه لري.
د بدخشان ولايت د عامې روغتیا رياست رييس نور خاورې سلاموطندار ته وايي چې په کورونا ويروس شکمن کس رواني ناروغۍ درلوده او له همدې کبله يې ځان وژلی دی.
نوموړی زياتوي چې روغتیاپالانو د مړه شوي کس په درملنه کې هېڅ ډول کمی نه دی کړی او د شته امکاناتو نه يې ورته پوره ګټه پورته کړې ده.





