د کندوز سقوط ۵۰ سلنه د سیمه ییزو رسنیو کارکوونکي اوزګار کړي

د افغانستان له کندوز ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې څو میاشتې وړاندې طالبانو لاس ته د یاد ولایت له سقوط وروسته اوس د سیمه ییزو رسنیو ۵۰ سلنه کار کوونکي اوزګار شوي دي.

په کندز ولایت کې د خصوصي انځوریزو رسنیو له لوري د خپرو شویو شمېرو له مخې، د طالبانو نیول کېدو وړاندې په دغه ولایت کې ۱۳۶ تنه پر کار لګیاو، خو اوس یوازې په دې ولایت کې ۷۳ کارکوونکي مصروف دي.

له شمیرو څرګندیږي په دغو کارکوونکو کې زیات يې ښځينه دي.

دغه شمیرې د لسو راډیوګانو، لسو چاپي خپرونو او دوه خصوصي تلویزیونو استازو د سلام وطندارسره شریکې کړې دي.

په کندوز کې د دغو سیمه ییزو رسنیو مسولین وايي، چې د طالبانو له لوري د کندوز ولایت نیول کېدل د سیمه ییزو رسنیو تجهیزاتو چور او چپاول، نا امنیو ډېرېدل او د پانګې کموالی د رسنیو د کارکوونکو د عاید ټيټوالي لامل بولي.

په کندوز ولایت کې د روشني راډیو ټلویزیون د امتیاز خاوند عبید قاضي زاده وايي:  "دوه رسنۍ چې لرو، روشني اوروشني تلویزیون، د کندوز له سقوط وړاندې ښه و، مراجعین یې هم لرل، اعلانات یې ښه و او زموږ همکاران راتلل په خپل زړه یې کارکولو، خو د کندوز له سقوط وروسته زموږ همکارانو کار ته زړه نه ښه کول".

چې د هغه په وینا، ان ځينې کارکوونکي يې بهرنيو هېوادوتو ته وتښتېدل.

قاضي زاده وايي، ځينې وخت رسنۍ د خپلو کارکوونکو د خوندي کېدو په موخه په خبرونو کې سانسور هم کوي.

بل خوا د سیمه ییزو رسنیو پر وړاندې نا امنۍ ستر لامل شمیرل کیږي، چې دغې مسلې د رسنیو اقتصادي حالت د زیان ترڅنګ، د ښځينه خبریالانو تر کمېدو لامل هم شوی دی.

په کندوز ولایت کې د دوه راډیويې شبکو کیهان او شایسته راډیو ګانو مسوله زرغونه حسن وايي، چې د سیمه ییزو رسنیو مسولینو پر امنیتي بنسټونو بې باوره دي او د سیمه اییزو خبریالانو نه خوندیتوب په رسنیو کې د کارکوونکو عاید ټیټوالي اصلي لامل دی.

د میرمن حسن پرخبره د کندوز له سقوط وروسته له ۲۰ ډيرې انجونې په کیهان او شایسته راډیوګانو کې کارکولو خو اوس یوازې ۳ کارکوونکې په دغو راډیوګانو کې پاتې دي.

په همدې حال کې د کندوز سقوط پرمهال د یوشمیر رسنیو تجهیزات د نامعلومو ډلو له خوا چور شول، چې د تجهیزاتو کموالی هم د رسنیو له ستونزو شمیرل کیږي.

خو د کندوز ولایت رسنۍ د دې ستونزو څخه راوتلو په موخه د سیمه ییزو رسنیو د مسولینو ټولنه هم جوړه شوې، ترڅو د ملي او نړیوالو بنسټونو ملاتړ او درسنیو د ستونزو هواري له پاره کار وکړي.

د کندوز د سیمه ییزو رسنیو ټولني مسوول محمد صابر یوسفي وايې، له ډیرو هڅو سره تر اوسه پورې یوازې سلام وطندار او ځینو نورو راډیوګانو ورسره د فني تجهیزاتو مرستې کړي، خو نورو بنسټونو د دغو رسنیو کار د دوام په موخه هیڅ کار نه دی کړی.

یوسفي په کندوز ولایت کې د سیمه ییزو رسنیو تاراج د ۱۰ خصوصي چاپي رسنیو د تعطیل سبب بولي او وايې، په تیرو کې د زیاتو رسنیو اقتصاد د پروژو له خوا تمویلیده، خو اوسمهال د پروژو پلي کوونکي بنسټونه هم په دغه ولایت کې نه شته.

خو د کندوز والي اسدالله عمرخيل وايې، په دغه ولایت کې امنیتي اوضاع مخ پر ښه کیدو ده او ژمنه کوي، چې د وینا له ازادي او خبریالانو نه ملاټر کوي.

له دې ټولو سره سره، د یو شمیر سیمه ییزو غږیزو رسنیو مسوولین وايې، د سلام افغانستان بنسټ یوازینی بنسټ دی، چې د نشراتو د بیا په اړه يې دغو رسنیو سره مرسته کړي.

د یادوني وړ ده، چې د سلام افغانستان رسنۍ ۵ سیمه ییزي رسنۍ جیهوان، زهره، چراغ، او کیهان راډيو ګاني او روشني راډیو تلویزیون، چې د کندوز د سقوط په وخت کې يې ورته جدي زیان اوښتيی و او له خپرونو پاتې شوي وو د فني وسایلو په مرسته کولو سره یې بیا فعال کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام