د زده‌کوونکیو کورنۍ: دولت دې زموږ د بچیانو په راتلونکي لوبې نه‌کوي

د افغان ـ ترک ښوونځیو د زده‌کوونکیو کورنۍ وايي، یو دولت ته د یو نادولتي بنسټ سپارل هغه هم له کوم حقوقي دلیل پرته د افغان دولت د ټولو قوانینو خلاف کار دی.

د ترکیې دولت ته د افغان ـ ترک ښوونځیو د مدیریت سپارلو په غبرګون په دویمه ورځ هم د زده‌کوونکیو کورنۍ واټونو ته راووتلې او د افغان او ترکیې حکومتي چارواکیو د جوړجاړیو پرضد یې شعارونه ورکړل.

د دغو ښوونځیو مدیریت تېره ورځ رسما ترکیې دولت ته وروسپارل شو او دغه پرېکړه د اقتصاد، پوهنې، بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو او د ملي امنیت شورا او د ملي امنیت لوی ریاست ګډ کمېسیون له‌خوا شوې ده.

د زده‌کوونکیو د کورنیو د کمېټې یو غړي وویل، که د زده‌کوونکیو، د زده‌کوونکیو والدینو او د استادانو قانوني غوښتنو ته پاملرنه ونه شي؛ خپل شکایتونه به قضايي بنسټ ته یوسي.

تېره ورځ د ترکیې د پوهنې وزیر عصمت یلماز د ښوونځیو مدیریت لېږد مسوولیت په غونډه کې وویل، له دې وروسته د افغان ـ ترک ښوونځیو کیفیت به له دې هم زښت ښه او د ښوونځیو شمېر به یې هم زیات شي.

خو د دغو ښوونځیو ځینې زده‌کوونکي وايي، د ترکیې دولت ته د دغو ښوونځیو د مدیریت له سپارلو وروسته هېڅ ضمانت نه‌شته چې د ښوونځیو د کیفیت سطحه لوړه وساتل شي.

د افغان ـ ترک ښوونځیو د زده‌کوونکیو کورنیو یوبل سره ژمنه وکړه، ترهغو چې غوښتنې یې ونه منل شي مدني اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام