.jpg)
د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکیو نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې دولت دې له هغو هټیوالو سره مرسته وکړي چې هټۍ یې د نادرپشتون جاده کې سوځېدلي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، دولت مکلف دی چې د بازار اقتصادي نظام، د اساسي قانون او پرعایداتو د مالیاتو قانون د حکمونو اړوند د خصوصي تشبثونو خوندیتوب تضمین کړي.
ښاغلی الکوزی زیاتوي، کله چې د نادرپشتون جاده کې د خیرخواه مارکېټ هټي وسوځېدل دولت باید له هټیوالو سره مرسته او غمرازي کړېوی.
هغه له دولته غواړي چې د خساراتو د جبران لهپاره، دغه هټیوال باید تر ۲۴ کلونو له مالیې او هټي له کرایې معاف کړي.
.jpg)
بلهخوا د نادرپشتون جادې د اورلګېدنې له امله زیانمنشوي کسان د اعلامیې په خپرولو سره وایي چې د کابل ښاروالۍ د هټیو د بیارغونې او معیاري جوړونې پرځای د ودانۍ د جوړېدو مانع ګرځي.
د دې مارکېټ یو تن هټیوال سیدعارف وايي چې د اورلګېدو له امله یې د مالونو څو زېرمې سوځېدلي او سره لهدې چې دولت ته یې مالیه ورکړې؛ خو دولت د مرستې پرځای دوی ته خنډ جوړوي.
پهدې تړاو مو د کابل ښاروالۍ نظر اخېستلو هڅه هم وکړه ؛ خو له پرلهپسې اړیکو وروسته بیا هم بریالي نهشو.
د ۱۳۹۷ کال د عقرب په ۱۰مه د کابل ښار نادر پشتون جاده کې اور ولګېد او ۷ مارکېټونه او شاوخوا ۸۵۰ هټي او زېرمې په کې وسوځېدې. ویل کېږي چې د دې اورلګېدنې له امله ۸۰۰۰ کسان بېکاره شويدي او په میلیونونو افغانیو زیان اوښتی دی.





