.jpg)
د زابل ولایت مرکز کلات اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، د هوا په ګرمېدو سره د ښار په واټونو کې د پرتو کثافاتو بد بوی زیاتیږي او خلک یې بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.
د کثافاتو زیاتېدو او د هوا ککړتیا د زابل مرکز کلات ښار اوسېدونکي جدي ستونزو سره مخ کړي.
که څه هم د زابل ښاروالۍ چارواکي د ښاري چاپيریال ساتنې په اړه د هلوځلو خبره کوي خو د کلات اوسېدونکي د ککړ چاپېریال په اړه شکایت کوي.
د دې ولایت دوه تنه اوسېدونکي سردارمحمد او محمد اعظم وايي، که د ښاروالۍ ریاست چاپیریال ساتنې ته پام ونه کړي د مرکز کلات ښاریان به د ککړ چاپېریال له امله په سختو ناروغیو اخته شي.
.jpg)
د زابل ولایت سرپرست ښاروال عبدالسمیع میرزاد هم د ښاري ککړتیا په اړه د زابلیانو اندېښنې پرځای بولي او وايي، د ښاري چاپېریال ساتنې په اړه يې هلېځلې کړې دي.
ښاغلی میرزاد د چاپېریال په ساتنه کې د خلکو ونډه هم مهمه بولي.
د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم وايي، ککړ چاپېریال د خلکو پر ژوند او عامه روغتیا مخامخ اغېز لري.
روغتیاپالان د چاپېریال ساتنې له اړوند چارواکیو سربېره له خلکو هم غواړي، د بېلابېلو ناروغیو مخنیوي لهپاره د خپل چاپېریال خوندي ساتلو ته جدي پام وکړي.





