یوناما: په ۲۰۱۹ کال کې له ۱۰۰۰۰ ډېرو ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولي یا یوناما په خپل تازه يوه راپور کې ويلي چې په ۲۰۱۹ کال کې ۳ زره او ۴۰۳ ملکيان وژل شوي او ۶ زره او۹۸۹ نور ټپيان شوي دي.

د يوناما د موندنو پر بنسټ په ۲۰۱۹ کال کې د ملکيانو مرګ‌ژوبله ۵ سلنه کمه شوې ده؛ خو د طالبانو له لوري د ملکيانو مرګ‌ژوبله ۲۱ سلنه او د نړيوالو امنيتي ځواکونو له لوري ۱۸ سلنه ډېره شوې ده.

له يوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي یاماماتو  له قوله ليکل شوي چې په افغانستان کې نږدې هېڅ یو ملکي وګړی د روان تاوتریخوالي له زیانونو خوندي نه دی پاتې شوی.

نوموي زیاته کړې: «د ملکي وګړیو ژوند باید وساتل شي او ټولو خواوو لپاره اړینه ده چې د جګړې د درولو لپاره فرصت له لاسه ورنه‌کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۱۸ کلونو کې جګړو ډېری د ملکيانو ژوند اخيستی دی. د يوناما د تازه راپور پر بنسټ دا شپږم کال دی چې د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې شمېرې له ۱۰ زرو ډېرېږي.

اړوند مطالب:

یوناما: له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې له ۱۰۰ زرو ډېرو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

یوناما: د ملکي مرګ‌ژوبلې پر وړاندې بې‌غوري ټکان ورکوونکې ده

یوناما: د ملکي وګړیو تلفاتو کې ۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام