 (1).jpg)
په بدخشان کې د ځمکښویېدنې له امله ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بدخشان سیمهییز مسوولان وايي، د دغه ولایت د کوهستان ولسوالي په شپو سیمه کې د ځمکښویېدنې له امله ۳۰ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
په بدخشان کې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سیدعبدالله همایون دهقان سلاموطندار ته وویل، یاده پېښه هغه مهال وشوه چې د سیمې خلک د کوهستان ولسوالي د سرو زرو په «شپو» کان کې سره زر مینځل.
نوموړی وایي، کېدای شي د مرګژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.
په همدې حال کې د بدخشان د ولایتي شورا غړی احمدجاوید راغي هم د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، که څه هم په سیمه کې ټیلیفونونه کار نهکوي، خو هغو مالوماتو له مخې چې له سیمهییزو چارواکیو یې اخېستي ښيي چې له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۱۵ ډېر ټپیان دي.
د نوموړي په وینا، په سیمه کې ډېر کارکوونکي دي او کېدای شي د مرګژوبلې شمېر هم زیات شي.
کوهستان د بدخشان د ناامنو ولسوالیو له ډلې یوه ده چې د چارواکیو او د سیمې خلکو په وینا، د دې ولسوالي له ۶۰ سلنه ډېره برخه د طالبانو په واک کې ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي، پهدې ولسوالي کې د سرو زرو کان ډېر عایدات د طالبانو جېب ته لوېږي.





