افغان زنداني مېرمنې له خوشې کېدو وروسته هم په امن نه دي

دا مېرمنې په امن کورونو کې په یو نامعلوم برخلیک اخته دي.

بلخ ولایت کې یو شمېر مېرمنې وايي، چې له زندانه د خوشې کېدو وروسته هم ځان خوندي نه محسوسوي او وېره لري، چې ښايي هره شېبه وژل کېږي؛ ځکه چې نه د ټولنې او نه هم د خپلې کورنۍ له خوا منل کېږي.

«امن کورونه» یو خوندي ځای دی، چې له زندانونو نه خوشې کېدونکې مېرمنې د ټولنیزې وېرې نه د خلاصون په پار د خوندي ځای په نوم پنا ور وړي.

یوه مېرمن چې مستعار نوم يې مریم دی، ۲۰ کلنه وه چې د زندان له دروازې سره اشنا او له یو کال بند نه وروسته اوس راخوشې شوې، چې د پلار کور د نه لیدلو له امله، د بلخ ولایت یو امن کور ته یې پنا ور وړې ده.

مریم وايي، پلار یې پلورله ځکه خو له کوره وتښتېدله او مجرمه وګڼل شوه.

د مریم په څېر لسګونو نورو مېرمنو مزار شریف کې وروسته له هغې چې د ټولنې او کورنیو له نظره ښې نه راتللې؛ د هیلو یوازینۍ لاره یې په دې ولایت کې «د امن کورونه» دي، چې هره ورځ په کې ارام؛ خو له کورنیو نه لرې ژوند کوي.

دا مېرمنې په امن کورونو کې په یو نامعلوم برخلیک اخته دي.

مستعارنومې فاطمه د هغو زنداني مېرمنو له ډلې ده، چې په دې کور کې د شپې له تېرېدا وروسته راتلونکې ورځې پسې شېبې شماري او په یوه خواشینوونکي حالت په دې تمه ده، چې له دې راتاوو دېوالونو نه ورهاخوا یې ژوند خوندي نه دی.

دا وايي، له دې ځایه له وتلو وروسته یې هم د ژوندي پاتې کېدو تمه نه شته: «یو کاکا مې دی، وايي، که ته له زندانه را ووتې؛ زه به دې ووژنم.»

د ۲۳ کلنې فاطمې ویرجن داستان هم درې کاله مخکې پيل شوی دی. دا چې په مستعار نوم سلام وطندار سره خبرو کولو ته چمتو شوه؛ پلار او مور نه لري او کاکا يې یو زاړه سړي ته په نکاح ورکړې وه او خاوند یې له ۴ میاشتو وروسته په ناموسي تور تورنه کړه، چې له امله یې تر اوسه په امن کور کې ده.

فاطمې په خپله هم په دې باوري ده، چې له دې ځانه له راخوشي کېدو وروسته به يي نه خاوند او نه هم خپله کورنۍ قبلوله کړي.

فاطمه له بهرني ژوند او ازادۍ نه د امن کور په اوسني ژوند کې خوشحاله ده.

فاطمه وايي، د پلار او خاوند په کور کې په دې د کېدونکي ظلم نه د امن په کور کې خوشاله ده. دا فکر کوي، چې له خپل مور او پلار سره ده او د هېڅ شي کموالی نه محسوسوي.

د امید په نوم امن کور کې ۱۶ مېرمنې او ۳ ماشومان ژوند کوي. دغه کور د مېرمنو له پاره خوندي ځای شمېرل کېږي.

د مزار شریف د ښځو زندان د چارواکیو په خبره، په دغه زندان کې ۶۲ ښځې په بېلابیلو جرمونو زنداني شوې دي.

«د امید امن کور» مسووله ریحانه کریمي وايي، دلته راغلې مېرمنې د ټولنې اوسنیو شرایطو ته په کتو سره یوازې په ښار کې ژوند نه شي کولی.

مېرمن ریحانه زیاتوي، تر اوسه یې ۱۵۴ مېرمنې بېرته په خوندي توګه خپلو کورنیو ته سپارلې دي.

بل خوا په دې ښار کې د مېرمنو زندان هم د ښځو له پاره خوندي ځای دی او حتا د لیلې له چاپېریال سره شباهت لري. لسګونه مېرمنې، نجونې له څو ماشومانو سره په ښه امنیت کې ژوند کوي، چې اکثره يي له کوره د تېښتې په جرمنو زنداني شوې دي.

تاج بي بي ځوانه مېرمن ده، چې له کوره د تېښتې په جرم زنداني شوې او ۶ کاله د تورو پنجرو شاته پرته ده.

تاج بي بي وايي، مجبوره وه، چې د مېړه له کوره وتښتي، ځکه چې مېړه یې دیوث وو او غوښتل یې له دې نه هم په بدکارۍ کې استفاده وکړي، چې له امله یې د تېښتې پر وخت د پولیسو له خوا ونیول شوه او له مېړه سره هم مهاله زندان ته واچول شوه.

دا په دې هیله ده، چې یوه ورځ بېرته د خپلې کورنۍ غېږې ته وروګرځي.

د مزار شریف د ښځو زندان د چارواکیو په خبره، په دغه زندان کې ۶۲ ښځې په بېلابیلو جرمونو زنداني شوې دي.

د بلخ د ښځو د زندان مدیر سمونمل هارون وايي، په زنداني شویو ښځو کې داسې مېرمنې هم شته، چې ښايي له خوشې کېدا سره سمدستي ووژل شي.

افغانستان له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې له ښځو سره د زور زیاتي کچ په کې د نورو ټولنیزو او سیاسي مواردو د نابرابریو په شان اندېښمنوونکی دی.

څه موده مخکې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي وو، چې پر ښځو د زرو زیاتي ۵ سلنه پېښې زیاتې شوې دي. د دوی په خبره، روان کال له ښځو سره د زور زیاتي شاوخوا ۵۱ زره پېښې ثبتې شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام