له «اې‌آی‌سي» خصوصي شرکت سره د «غوري سمنټو» شرکت قرارداد فسخه شو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان وايي، د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې له‌مخې، له «اې‌آی‌سي» خصوصي شرکت سره د «غوري سمنټو» شرکت قرارداد ـ چې د غوري سمنټور شرکت رغولو او د سمنټو استخراج یې په غاړه درلود ـ فسخه شو.

د پخواني ولسمشر ورور محمود کرزی د «اې‌آی‌سي» خصوصي شرکت یو له ونډه‌والو دی.

د مېرمن نهان په وینا، دغه قرارداد ۱۳۸۶ کال کې له «اې‌آی‌سي» شرکت سره لاسلیک شوی‌و؛ خو دغه شرکت تراوسه خپلې یوازې ۳۰ سلنه ژمنې عملي کړې‌دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته وايي، ټاکل شوې‌وه، «اې‌آی‌سي» شرکت په غوري سمنټو شرکت ۱۵۲ میلیونه ډالره پانګونه وکړي؛ خو تراوسه یوازې ۵۱ میلیونه‌ ډالره پانګونه شوې‌ده.

د ښاغلې نهان په وینا، «اې‌آی‌سي» شرکت تېرو لسو کلونو کې له کانونو وزارته شاوخوا ۱۳ میلیونه ډالره پوروړی دی؛ خو تر اوسه یې خپل حساب نه‌دی تصفیه کړی.

ومو غوښتل راپور کې د «اې‌آی‌سي» شرکت مسوولانو نظر هم ولرو؛ خو پر پرله‌پسې هڅو سربېره بریالي نه‌شو.

اخوا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته وايي، د غزني ولایت د مسو او سروزرو زرکشانو کان، ۱۳۹۰ کال کې یوه خصوصي شرکت ته سپارلی شوی؛ خو د ځېنو ستونزو له امله یې قرارداد تراوسه پورې ځنډول شوی‌دی.

د مېرمن نهان په وینا، که‌چېرې دغه شرکت د کانونو او پټرولیم وزارت ته اړین معلومات وړاندې کړي؛ قرارداد تمدیدېږي، ګنې فسخه به شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام