
د عامې ورغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د کورونا د ۸۴ تازه پېښو د ثبت خبر ورکړ.
هغه وویل، دا پېښې په کابل، ننګرهار، کندهار، نیمروز، زابل، هلمند، هرات، غزني، کاپیسا، کونړ، پروان، بامیان، لغمان، پکتیا او فراه ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د مایار په خبره، د ۸۴ تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۱۷۶ ته ورسېده چې کابل د ۴۱۳ پېښو په ثبت سره تر ټولو ډېرې پېښې لري.
د عامې ورغتیا وزارت ویاند وايي، په کابل او ننګرهار ولایتونو کې پر کورونا ویروس د ۴ ناروغانو په مړینې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۴۰ ته لوړ شو.
د عامې ورغتیا وزارت ویاند وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې په کابل کې ۷، په هرات کې ۵، په فراه کې ۲ او دوه نور کسان په کاپیسا او بدخشان ولایتونو کې له کورونا ناروغۍ بېرته رغېدلي چې په دې سره د رغېدلیو کسانو شمېر ۱۶۶ ته ورسېده.
د عامې ورغتیا وزارت ویاند په کابل کې د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې د لوړېدو خبرداری ورکوي او وايي، که د پلازمېنې اوسېدونکي روغتیايي ټکو ته پام او ټولنیز واټن رعایت نه کړي، ستر انساني ناورین به جوړ شي.
په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په لابراتوار کې د کورونا ویروس ۴۰ شکمنې پېښې ازمایل شوي چې درې یې مثبتې وې اوس په هرات کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ ته ورسېده.
هغه وايي، په هرات کې له کورونا ویروس نه د رغېدلو کسانو شمېر ۸۰ ته لوړ شوی دی.
شېرزی وايي، اوس په دغه ولایت کې ۷۰ کسان پر کورونا ویروس شکمن اخته کسان هم شته او اوس خپلو معایناتو ته په تمه دي چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې به یې پایلې په ډاګه شي.





