
که څه هم په دې وروستیو کلونو کې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو شمېر زیات شوی، خو خلک اندېښمن دي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د عامې روغتیا ریاست کار یوازې په ښار کې محدود دی او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې چې خلک ډېر کم رسنیو ته لاسرسی لري او د کورونا ویروس په تړاو ډېر معلومات ورته نه رسېږي، د دغې ناروغۍ د خپرېدو امکان ډېر دی.
د غزني د اندړو ولسوالي یو اوسېدونکی میرویس وايي، خلک د کورونا ویروس په اړه لازم معلومات نه لري او ډېر کم پوهېږي چې څنګه ځانونه خوندي وساتي. تر اوسه په اندړو ولسوالي کې د کورونا یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د غزني د ګیلان ولسوالي یو اوسېدونکی محمدیعقوب شرافت وايي، د دغه ولایت په ناامنو ولسوالیو کې د هغو کسانو شمېر ډېر دی چې له ایرانه راغلي دي.
د دوی په وینا، د دغه ولایت په ډېری ولسوالیو کې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره نه یوازې تدابیر نه دي نیول شوي، بلکې خلکو ته عامه پوهاوی هم نه دی ورکړل شوی چې په وینا یې، ګڼشمېر خلک به پر دغه ویروس اخته شي.
خو د غزني د عامې روغتیا رییس ظاهرشاه نیکمل وايي، ناامنۍ اوس د کارونو پر وړاندې خنډ نه دي او په وینا یې، د ولایت پر ټولو برخو یو ډول څار لري.
د نوموړي په وینا، خلکو ته د عامه پوهاوي لپاره یې د دغه ولایت اندړو او ګیلان ولسوالیو ته ډلې لېږلې وې او خلکو هم لازمه همکاري ورسرې کړې ده.
په غزني کې تر اوسه د کورونا ویروس ۴ مثبتې پېښې تشخیص شوي، خو د دغه ولایت ولسوالیو ته له ایرانه د زرګونو کډوالو بېرته راتګ د دغې ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.





