
د هرات ښار د ګازرګاه جامع جومات خطيب مجيب الرحمن انصاري وايي، د حکومت د بېپروايۍ له کبله يې د هرات ښار ګازرګاه جامع سيمه کې د امر په معروف او نهيې له منکره اداره جوړه کړې ده.
د نوموړي په وينا، دا اداره له تېرو ۲۰ ورځو راهيسې جوړه شوې ده چې تر اوسه يې څو کسان د اخلاقي فساد او د غلا په تور نيولي او امنيتي حوزې ته سپارلي دي.
انصاري زياتوي، داسې حکومت غواړي چې اسلامي قانون پلی شي او هغه ادعاوې چې ګوندې نوموړی شخصي زندان لري او خلکو ته جزا ورکوي، رد کړې.
نوموړی په هرات کې د ښځو د حجاب د تبليغاتي شعارونو په اړه وايي چې دا پيغام يې د ښځو د حقوقو د معلوماتو په اړه خپور کړی دی.
د انصاري په وينا، په نږدې راتلونکي کې په ټول ښار کې د قتل، غلاوو، انسان تښتوونو او يو شمېر نورو ټولنيزو ستونزو په اړه هم نور تبليغاتي شعارونه خپروي.
.jpg)
د هرات ولايت د حج او اوقافو رييس سیدمحمد شیرزادي وايي چې اساسي قانون ستونزه نه لري؛ خو د قانون په پلي کولو کې يو شمېر ستونزې موجودې دي.
نوموړی زياتوي، د هر مسلمان دنده ده چې امر په معروف وکړي او نهيې له منکره؛ خو اسلام دين ته بلنه بايد په کراري او ټول خوښې وي.
هرات ښار کې له څو ورځو راهيسې « د ښځې بېحجابي د نارينه د بېغيرتۍ له کبله ده» شعارونه خپاره شوي دي.
د يادو تبليغاتي پيغامونو له خپرېدو سره په هرات کې د ښځو د حقونو د برخې د يو شمېر فعالانو، د ټولنيزو شبکو کاروونکيو او د مدني فعالانو غبرګونونه راپارېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د هرات ښار د ګازرګاه جامع جومات خطيب مجيب الرحمن انصاري ويلي وو، اخلاقي فساد د ډېرېدو په حال کې دی او هرکله چې کوم کس د اخلاقي فساد په تور ونيسي نو شرعي حکم به ورباندې جاري کوي.
په دې تړاو:





