
امريکا له کورونا سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان، کولمبيا او مغولستان سره ۳۰ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.
له دې ډلې ۱۵.۶ میلیونه ډالره مرسته له افغانستان، ۱۲.۶ډالره له کولمبيا او ۱.۲ ميليونه ډالره له مغولستان سره شوې ده چې افغانستان کې د کورونا ويروس د تشخيص د مرکزونو نظارت، ښه والی، د اوضاع مديريت، مخنيوي او فني مرستو لپاره او همداراز ۵ ميليونه ډالره مرسته له هغو کسانو سره چې د کورونا ويروس له کبله بېځايه کېږي.
کولمبيا ته هم يادې پيسې د کورونا ويروس د تشخيص د مرکزونو نظارت، د روغتيايي سرچينو د تامين او د کليوالو ټولنو ملاتړ لپاره ورکړل شوې دي.
همداراز مغولستان سره ياده مرسته د تشخيص د سیسټم جوړولو، د کورونا ويروس د تشخيص د مرکزونو نظارت او د ځواب ويلو په برخه کې د فني کارپوهانو او همداراز له کورونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې چمتووالي لپاره ورکړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې درې واړو هېوادونو د ناټو د طبيعي پېښو پر وړاندې او همغږۍ مرکز په وسيله له ناټو د مرستې غوښتنه کړې وه.
د ناتو د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې او همغږۍ مرکز په ورځ کې ۲۴ ساعته او په اوونۍ کې ۷ ورځې فعاليت کوي او د ناټو د متحدینو او شریکانو غوښتنې همغږې کوي.





