
د لویدیځ نورستان دواب ولسوالي لا هم د وسلهوالو د طالبانو په ولکه کې ده او وسلهوالو په کې په ټولو روغتیايي او نورو عامه خدماتو بندیز لګولی دی.
دواب ته د دارو – درملو د نه رسېدو له کبله تېرو دوو میاشتو کې لسګونه کسان مړه شوي دي. د دوی په خبره، په یو شمېر ولسوالیو کې د درملو تر څنګ د خوراکي توکیو پيدا کول هم ستونزمن شوي دي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې ولسوالي ته پر ورغلې لاره یې د وسلهوالو له ډاره تګ ـ راتګ کې ستونزې موجودې دي، چې له امله یې ولسي وګړيو ته پر روغتیايي ستونزو سربېره ګڼ نور مشکلات هم پیدا شوي دي.
د دواب ولسوالۍ یو اوسېدونکي محمد رسول چې له دوو میاشتو راهیسې د جلال اباد په یو مېلمستون کې اوسېږي، وايي چې دواب کې د لارې د بندښت او هلته د جګړو او درملو د نهشتوالي له امله ګڼو ناروغانو سا ورکړې ده.
نوموړی زیاتوي، چې نورګرام، دواب او منډول ولسوالیو کې د لارې د بندښت له امله ولسي وګړي د خوراکي توکیو له کمښت سره هم مخ دي.
ځايي چارواکي هم دغه ستونزه مني؛ خو زیاتوي چې د حالت د کابو کولو لهپاره په سیمه کې د عملیاتو کولو او سیمه ییزو پولیسو د ګومارنې پلان لري.
د دواب ولسوال فدا محمد وايي، چې وسلهوالو طالبانو پر دواب سربېره په ګاونډ منډول او نورګرام ولسوالیو کې هم روغتیاپالان له کلینیکونو بېرته راګرځولي او وهلي ـ ډبولي یې دي.
د دواب ولسوال همداراز وايي، چې په تېرو دوو میاشتو کې لسګونو هغو ناروغانو ساه ورکړې، چې د درملنې لهپاره دارو ـ درمل نه وو ور رسېدلي او مرکز ته راوړلو یې څو ساعته پلی مزل غوښت.
د ده په خبره، طالبانو د روغتیاپالانو ته خبرداری ورکړی، که بیا روغتیايي مرکزونو ته ورغلل؛ د شکایت حق نه لري.
ولسوال زیاتوي، چې دغو ولسوالیو ته په ورغلې لاره اوس د ملکي خلکو توکیو ته یو څه اجازه ورکړل شوې؛ خو خلک لا هم په ډاډه زړه تګ ـ راتګ نهشي کولی.
ولسوال فدا محمد منلې، چې د دواب ولسوالۍ لا هم د طالبانو په محاصره کې ده.
د نورستان د ولایتي شورا مشر انجنیر سعدالله پاینده زوی وايي، په دواب کې حالت ورځ تر بلې ترینګلي ګېږي؛ خو حکومت د دوی غږ نهاوري.

خو د نورستان والي حافظ عبد القیوم وايي، په لودیځ نورستان کې د پرتو درېيواړو ولسوالیو د امنیتي حالت د سمون لهپاره عملیات کوي او د لارو د ساتنې پهپاره سیمهییز پولیس ګوماري.
هغه وايي دغه چارې ژر پیلېدونکې دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دواب کې د روانې جګړې او صحي خدماتو د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي.





